د روسیې ولسمشر:
په افغانستان، فلسطین، عراق او اوکراین کې د روانو ناخوالو لامل امریکا ده
د روسیې ولسمشر د دې په بیانولو چي امریکا او ملګرو یې په نړۍ کې د جنګ له اوره ګټه پورته کوي، وویل: امریکا په افغانستان، عراق، فلسطین او اوکراین کې د روانو ناخوالو د رامینځ ته کېدو اصلي لامل ده.
پوټین رسنیو ته وویل: امریکا چي خپل نړیوال واک له لاسه ورکړی دی، د نړۍ په مختلفو سیمو کې د تاوتریخوالو او جنګونو په رامینځ ته کولو سره، د خپلو سیالانو د کمزوري کولو په لټه کې ده.
هغه یادونه وکړه چي امریکا او د هغه ملګرې چي په اوکراین کې د زلنسکې له رژیمه ملاتړ کوي، په فلسطین کې هم د صهیونیست رژیم د جنایاتو ملاتړي دي.
د روسیې ولسمشر په غزه کې د اسرائیل د رژیم له لورې د فلسطیني ماشومانو او ښځو عام وژنې ته په اشارې سره وویل: کله چي په خپلو وینو ککړ د ماشومانو انځورونو ته ګوري له غوصې نه بې تابه کیږي، خو یوازې د احساساتو ښودنه کفایت نه کوي.
پوټین زیاته کړه: فلسطینیانو سره د مرستې یوازنۍ لاره، د اسرائیل د رژیم له ملاتړو سره مبارزه ده، هغه کار چي مونږ په اوکراین کې هم ورسره ښکېل یو.
د روسیې ولسمشر وویل: هیڅ یوه پلمه د اسرائیل د رژیم له لورې د فلسطیني ښځو او ماشومانو د عام وژنې جنایت نه شي توجیه کولای، ستونزه یوازې د یوه فلسطیني هیواد په جوړېدو او رسمیت پېژندنې سره هوارېدایشي.