اردوغان بایډن ته: غزې کښې انساني غمیزه باید ختمه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143200-اردوغان_بایډن_ته_غزې_کښې_انساني_غمیزه_باید_ختمه_شي
اردوغان وویل: له اسرائيلو د امریکې د غیرمشروط ملاتړ کمیدل په غزه کښې د نښتو د بندیدو ضمانت ګرځیدې شي.
(last modified 2023-12-14T23:49:42+00:00 )
Dec 15, 2023 04:14 Asia/Kabul
  • اردوغان بایډن ته: غزې کښې انساني غمیزه باید ختمه شي

اردوغان وویل: له اسرائيلو د امریکې د غیرمشروط ملاتړ کمیدل په غزه کښې د نښتو د بندیدو ضمانت ګرځیدې شي.

د ترکیې ولسمشر تیره شپه له خپلو امریکایي همرتبه جو بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کښې، دې ته په اشارې سره چې د غزې په تړانګې د اسرائیلو د تیریو شدت ډیرې بدې پایلې لري، وویل: پکار دي چې په غزه کښې انساني غمیزه ختمه شي.

ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغو خبرواترو کښې څرګنده کړه: د اسرائيلو د حملو زور اخیستل او اوږدیدل یې ډیرې منفي سیمه ایزې او نړیوالې پایلې لرلې شي.

اردوغان وویل: له اسرائيلو د امریکې د غیرمشروط ملاتړ کمیدل په غزه کښې د نښتو د بندیدو ضمانت ګرځیدې شي.

د ترکیې ولسمشر همداشان خپل امریکايي همرتبه ته واوروله چې په سیمه کښې د اوربند ټینګښت، هغه تاریخي مسئولیت دی چې د امریکې په غاړه دی.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې همداشان په ناټو کښې د سویډن د غړیتوب او په ترکیې باندې د امریکې د ایف۱۶ ډوله جنګي الوتکو د خرڅون مسئله او دوه اړخیزې اړیکې وجاجول شوې.