ترکیې د څلورو اسلامي هېوادونو پاسپورټ لرونکو ته ویزې معاف کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143692-ترکیې_د_څلورو_اسلامي_هېوادونو_پاسپورټ_لرونکو_ته_ویزې_معاف_کړې
د ترکیې ولسمشر د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره سعودي عربستان، بحرین، عمان او د متحده عربي اماراتو پاسپورټ درلودونکو ته دغه هېواد ته د ورتګ په موخه د ویزې لګول معاف کړل.
(last modified 2023-12-24T07:34:31+00:00 )
Dec 24, 2023 12:02 Asia/Kabul
  • ترکیې د څلورو اسلامي هېوادونو پاسپورټ لرونکو ته ویزې معاف کړې

د ترکیې ولسمشر د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره سعودي عربستان، بحرین، عمان او د متحده عربي اماراتو پاسپورټ درلودونکو ته دغه هېواد ته د ورتګ په موخه د ویزې لګول معاف کړل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، یو پریکړه لیک صادر کړ چې له مخې، د سعودي عربستان، متحده ایالاتو، کاناډا، بحرین، متحده عربي اماراتو او عمان اتباع کولی شي، پرته له ویزې ترکیې ته د نوي ورځو لپاره سفر وکړي.

د ترکیې د ولسمشر د پرېکړې له مخې، د ویزې د معافیت دغه اسانتیا د هغو کسانو لپاره ده چې ترکیې ته د سیاحت په موخه ورځي.