ترکیه کې ترافیکې پېښې اویا تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د ترکیې د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د دغه هېواد د شمالي مارمارا حلقوي سړک د ساکاریا ولایت په مربوطاتو کې د ۷ موټرو د جنګیدو له امله۱۱ تنو مړه او ۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ساکاریا ولایت ښاروال اکرام یوجه خبري رسنیو ته ویلی دي چې دا پیښه د ډیر سخت غبار یا لړو له امله رامنځته شوې ده .
د بله پلوه د ساکاریا ولایت والي یاشار قره دینیز خبري رسنیو ته ویلي دي، چې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د لومړنۍ ټرافیکې حادثه د یو کوچني موټر او لارۍ د جنیګدو له امله رامنځته شوه. وروسته ۳ مسافروړونکي بسونه او نور موټرې هم سره وجنګیدې.
هغه زیاته کړه چې دا حادثه پرون پنجشنبه د دسمبر ۲۸ مه د سهار په ۴ بجو او ۳۰ دقیقو د شمالي مارمارا حلقوي سړک د ساکاریا ولایت په مربوطاتو کې د داغ دیبي په سیمه کې رامنځته شوې ده .
نوموړي زیاته کړې، پدې زنځیري ټرافیکې حادثه کې ۳ مسافروړونکي بسونو او یو ټیلري لارۍ په ګډون ۷ موټرې سره جنګیدلي دي.