د تهران او ځينو نورو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه ووالو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځیني بهرنۍ ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو،نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل تندي ئې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني یو ډیر په زړه پورې قول راخستی چې فرمائي ؛ هغه ټول اړخونه چې د یوې میرمنې لپاره بریالي دي او د یوه سړي لپاره بریالي دي ، په حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها کې ئې ورائښت موندلی دی.
جمهوری اسلامي ورځپاڼې همداراز پخپل انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي دي،د امریکا وال سټریټ ژورنال لیکلي دي ، دغزې تړانګې اویا فیصدي کورونه او د هستوګنې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دغزې له مظلوم ملته د یمن د پوځ او ولس په بشپړ ملاتړ پسې امریکا په یوه غیر انساني او غیر حقوقي اقدام کې دیمن د ولس په ضد د خوړو دنړیوال پروګرام مرستې غوڅې کړې.
د وحشي صهیونیسټي رژيم پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت پربینیامین نتن یاهو باندې په سختو نیوکو سره روښانه کړې ده ، دحماس مقاومتي غورځنګ نابودول بالکل صفر دي ،نو باید روان جنګ پاي ته ورسیږي..
د انګریز یوه ترټولو شتمن لومړي وزیر ریشی سوناک څخه نفرت او کرکه تردې حده زیاته شوې چې په انګلستان کې ئې ریکارډ جوړ کړ.
د یمن د پوځ ویندوي جنرال یحی سریع دصهیونیسټ رژیم د کشتیو دساتلو لپاره په یوه تش په نامه سمند ري ائيتلاف کې د هیوادونو ګډون او د یمن په ضد دتاؤتریخوالي د سختولو په باب امریکا ته جدي خبرداری ورکړ.
د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل په یولړ څرګندونو کې د صهیونیسټ رژیم په وسیله په غزې تړانګې کې د عامو خلکو په قتل عام نیوکه کړې او د جنګ دسملاسي بندولو غوښته ئې کړې ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان روښانه کړې ده ، د شهید سردار رضی موسوي ترور مونږ د سیمې دامنیت دتامینولو په لاره کې لاهوډمن کوي.
دا هم د تهران چاپ د کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د ؛استاد فکر ؛په عنوان سره په نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل، د خداي بخښلي علامه مصباح یزدي کړچار او روده ، د مختلفو نسلونو لپاره یو روښانه او ځلانده سرمشق دی.
ورځپاڼه په دوام کې لیکي ، دغزې تړانګې جنګ او بې آمانه جنایتونه دریمې میاشتې ته رسیږي، البته صهیونیسټي شناندي او تحلیلګران وائي ،اسرائيلد غزې سټراټژیکې لومې کې ښکیل شوي دي ،ځیني نور صهیونیسټان وائي ، ددغه جنګ له ختمیدا وروسته او د حقیقتونو له رابرسیره کیدا وروسته به په چغو چغو وژړیږو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ووئيل، د نوی میلادی کال د جشنونو او دستورو په شپو ورځو کې به د امنیت د تامینولو لپاره او ناکراریو او تاؤتریخوالو د مخنیوی لپاره څه دپاسه ن وي زره پولیس افسران او رضاکار او پنځه زره پوځیان تیارسی کړي.
د مصر د خارجه وزارت د بهرنیو چارو د شورا یوه مسئول رخااحمد حسن ووئيل،په نزدې راتلونکي کې به د ایران او مصر ترمینځ سفیران سره مبادله شي.
سی این این خبری چینل دی وه نړیوال شناندي له قوله وئيلي دي ،دروسیې زیاتیدونکي پوځي توان زیاتیدا او له دغه هیواد سره په جنګ کې له اوکراین څخه په ملاتړ کې دلویدیځي هیوادونو د ګروهنې کمیدا ته په پام سره او دغه راز دغزې تړانګې جنګ ته د نړۍ د توجهاتو په زیاتیدا سره ۲۰۲۴ کال به د اوکراین لپاره وحشتناک کال وي.
په پاکستان کې د راتلونکي کال د فروروۍ دمیاشتې په اتمه نیټه د پارلیماني انتخاباتو دد نګل لپاره درست سیاسی ګوندونه او ډ لې ټپلې او سیاستوالان پخپلو کې سره ائيتلافونه جوړوي او د ځينو صلاحیّتونه هم د ردیدا په درشل کې دي .
د امریکا پوځ هغه پوځي هوائي ډ ګر چې پر جاپان ئې ورڅخه ایټمي حمله کړې وه، له چین سره دمقابلې لپاره ئې بیا تیاروي.
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان له طالبانو سره دتعامل پریکړه لیک تصویب کړ او وټاکل شوه چې له طالبانو سره د ارتباط او تعامل لپاره یو ځانګړی استازی منصوب کړي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د پاکستان دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ و ئيلي دي ، د افغانستان د طالبانو له حکومت سره ا رتباط ته دوام ورکوو.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ووئيل، د سردار رضي موسوي ترور له سیاسی او پوځي او امنیتی ناکامیو څخه د اسرائيلو د لالهاندۍ او سربدالۍ په دلیل ؤ.
د فلسطین په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه بمباریو او حملو په نتیجې تر وروستیو پورې کابو یو سل شپږ خبریالان هم شهیدان شوي دي .
د افغانستان د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې دغې ادارې په ټول هېواد کې څه باند اوه لکه پاسپورټونه پر غوښتونکو وېشلي او له دې لارې څه باندې درې میلیارده افغانۍ د حکومت خزانې ته جمع شوي دي.
د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر او د آذربایجان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال په شتون سره، د دواړو هېوادونو ترمینځ د سرحدي ټرمینل نوی پل پرانیستل شو.
د هندوستان ایکسپریس خپرونې ویلي دي،د نوي ډيلي ښاروالۍ خپل پلان اعلان کړی چې له مخې به ئې د دغه ښار سنهري جومات چې د اسلام ترڅنګ تاریخي او کلتوري ارزښت او درې سوه کلنه مخینه لري، ړنګ کړي.
د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرل عاصم منیر وئیلي دي ،دملی امنیت او سولې لپاره به د ترهه ګرو او افراط پالو په ضد خپلو اقداماتو ته هماغه راز دوام ورکړي.
= اوس هم راګرځو ځینو نړیوالو ورځپاڼو ته د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او تاسو سره ئې شریکووو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
دي ژورنال خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د جمعې په ماښام په نیویارک کې جوړه شوې وه، اشاره کړې او لیکلي دي چې په دې غونډه کې دافغانسان د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر پراخولو ټینګار شوی او په همدې موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو په پریکړه لیک کې دوي د افغانستان د احتمالي واکمنانو په توګه یاد شوي دي.
خپرونه په افغانستان کې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورې د ښوونځيو تړلو او په پوهنتونونو کې له کار او زده کړو څخه د ښځو او نجونو اخراج ته اشاره کوي او لیکي، چې طالب چارواکو په پیل کې ژمنه کړې وه، چې دوي به د خپلې لومړۍ دورې غوندي پر خلکو بندیزونه نه لګوي.خو کله چې پر افغانستان د دوي کنټرول ټینګ شو،نو د ښځو د ژوند د محدودولو فرمانونه ئې صادر کړل.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سره کنډه لاجمیري روډ د جوړېدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه ليکي چې د فرنټير کور جنوبي پاکستان انسپکټر جنرل هارون حميد او د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر نصيرخان د دغه ډول سړک جوړولو لپاره خاص هدايات جاري کړي دي.
د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې،د دغه سړک د سروې لپاره د ټرانسپورټ انجنیرانو،د کار وزارت، امنیتي پرسونل،سیمه ییز چارواکي او د ملي استازي په ګډون یو ځانګړی ټیم استول شوی دی.
د ورځپاڼې په وینا، دا پروژه چې د سره کنډه لاجمیري روډ په نوم یادیږي،د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ لپاره به ډیره مهمه وي.
ورځپاڼه زیاتوي،چې د دواړو غاړو سوداګر له کلونو راهیسې ددغه ډول سړک د جوړېدو غوښتونکي دي او ځايي سوداګران هیله لري، چې ددغه سړک په جوړیدو سره به د ملي عوایدو د زیاتوالي او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي.
د دغه سړک موقعّيت ته په پام سره به يې په بېلابېلو موسمونو کې د هوا له بدلونونو سره مقاومت ښه شي او امنيت به يې تامين شي،ځکه د سيمې قومونه يې د امنيت ساتلو ته ژمن دي.
ورځپاڼې د یوه ځايي اوسېدونکي او د پاکستان د کار او ټرانسپورټ وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکلي،چې سره کنډه لار ځکه د ګټې اخیستنې وړ ده،چې له دې لارې هر ډول ګاډي تګ راتګ کوي او دا سړک به له افغانستان سره په سوداګرۍ کې ډېر مهم رول ولوبوي.