ډونالډ ټرامپ د دیکتاتور د جوړیدا ارزو کړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا پخواني سرزوري ولسمشر ډونالډ ټرامپ د دوو کارونو د ترسره کولو لپاره د یوې ورځې لپاره د دیکتاتور د جوړیدا خواهش کړی دی.
هغه وویل زما مخالفان ما ته د دیکتاتور په ویلو سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټلو کوشش کوي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل ما په جنګونو کښې ګډون ونکړ او خپل پوځيان مو هیواد ته بیرته راستانه کړل خو اوسنی ولسمشر جوبایډن دغه بیرته ستنول د سیاسي چل لپاره استعمالوي.
ټرامپ وویل چې زه د دوو کارونو لپاره د یوې ورځې لپاره د دیکتاتور د جوړیدا اراده لرم چې یو پکښې د امریکا او د میکسیکو په سرحد کښې په غیر قانوني ډول د خلکو د تګ بندول او بل د انرژۍ د پروژو پیاوړي کول شامل دي.
د ویلو ده چې د امریکا سترې محکمې (Supreme Court) د کولراډو ایالت د محکمې لخوا د پخواني ولسمشر ډونالډ د صلاحیت د ردیدا پرضد د غوښتنې د اوریدو فیصله هم کړي ده.