د حضرت امام علي (ع) نېکمرغه زوکړه او د پلار ورځ دې ټولو ته مبارک وي
(last modified Thu, 25 Jan 2024 00:25:15 GMT )
Jan 25, 2024 04:55 Asia/Kabul
  • د حضرت امام علي (ع) نېکمرغه زوکړه او د پلار ورځ دې ټولو ته مبارک وي

نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب د میاشتې ۱۳مه، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنورۍ له ۲۵ نېټې سره برابره ده، د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام حضرت امیرالمومنین علي (ع) د زوکړې له ورځې سره سمون لري.

حضرت امام علي بن ابي طالب (ع) د رجب د میاشتې په ۱۳مه نېټه، په داسې حال کې چې د کعبې دیوال د هغه د مور فاطمه بنت اسد پر مخ پرانیستل شو او هغه دغه سپېڅلي کور ته ننوته، دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

حضرت امام علي (ع) له تنکۍ ځوانۍ څخه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ترڅنګ وروزل.

هغه لومړنی کس وو چې په اسلام یې ایمان راوړ او د رسول الله (ص) له لورې د اسلام د تبلیغ او خپرولو په ټولو پړاوونو کې، د هغه حضرت ترټولو اصلي یار او مرستندوی وو.

د ايران د اسلامي جمهوريت په کال هینداره كې د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام د زوکړې کلیزه، د "پلار ورځ" نومول شوې ده.

په ټول اسلامي ایران کې خلک، د حضرت امام علي (ع) د زوکړې له کلیزې، چې په حقیقت کې د امامت پلار دی، لمانځنه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټلویزیون سازمان د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام، حضرت امام علي (ع) د زوکړې د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او د آزادۍ مینوالو ته مبارکي وایي.