Feb 04, 2024 11:19 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ د ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

له تهرانه د چاپیدونکو ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي راخلو چې د خپل وړومبي مخ په غټ سرټکي کښې یې لیکلي دي: له فلسطین سره د دریو عرب هیوادونو د مشرانو تازه خیانت او له صونیسټي رژیم سره یې ملګرتی.

دې ورځپاڼې له اماراتو، بحرین او عربستان څخه اسرائيلو ته د شیانو د انتقال لپاره د ځمکنۍ لارې د جوړیدو خبر په ډاګه کړی دی.

د خبر په تفصیل کښې راغلي دي چې دریو عربو هیوادونو اسرائيلو ته د شیانو د انتقال او د اسرائیلو په لور د تلونکو کشتو په لاره کښې د یمن د مقاومت له خوا د پيښ ګواښ د بې اغیزې کولو لپاره د ځمکنۍ لارې په جوړولو سره، فلسطیني ولس له شا غاړې په خنجر ووهه. د اسرائیلو د ټرکونو د شبکې شرکت عامل مدیر هانان فرِډمین ویلي دي چې دغه شرکت، د خوراکي موادو، پلاسټک او همداشان د کیمیاوي او الیکټرانیکي موادو په شمول شیان د اماراتو او بحرین له بندرونو څخه د عربستان او اردن له لارې اسرائیلو ته او له هلته نه اروپا ته لیږي.

دغو دریو جوړجاړي کوونکو عرب هیوادونو کښې د فلسطین له مظلوم او بې دفاع ولسه په ملاتړ کښې یې هیڅ قدم نه دی پورته کړی او په سپين سترګۍ سره د غزې د خلکو د قتلِ عام ننداره کوي، اسرائيلیانو ته د شیانو د لیږلو لپاره یې د ځمکنۍ لارې د بیرته خلاصولو اقدام کړی دی، حال دا چې د غزې د محاصرې د ماتولو او د دغې سیمې ښځو او ماشومانو ته د خوراکي موادو د استولو لپاره یې یو کوچنی قدم هم نه دی پورته کړی.

د العربي الجدید په حواله د شفقنا د خبر له مخې، دا اول ځل دی چې تجارتي لارې د مینځني ختیځ له مینځه تیریږي ترڅو سرې بحیرې ته یې اړتیا پاتې نه شي او باب المندب ته له ننوتو او د یمن د انصارا... له بریدونو سره له مخامخیدو ډډه وکړي.

فرډمین بلومبرګ ته ویلي دي: په دې وروستیو اونیو کښې له هندوستان، تایلینډ، جنوبي کوریا او چین څخه شیان په لاریو او ټرکونو کښې استول شوي دي. له هغې خوا هم د آسیا په لوراستول کیدونکي شیان له هم دې ځمکنۍ لارې ځي چې په کلي توګه د لګښتونو د کمیدو سبب کیږي. خو بیا هم د اوږدې مودې لپاره د دې لارې کارنده توب د سیمې په ثبات پورې اړه لري. همداشان کوم شیان چې په لاریو کښې وړل کیدې شي، د کشتیو په پرتله یې اندازه ډیره کمه ده.

جمهوي اسلامي ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لیکلي دي: د فلسطین ملاتړو د نیویارک ښار په مینځ کښې مظاهرې وکړې.

خبر  زیاتوي، د نیویارک په سړکونو باندې له غزې سره د پيوستون د ولسي مظاهرو د ترسره کیدو په وخت د دغه ښار په لویو لارو باندې ډیر دروند ټریفک و او د ګاډو ټګ راتګ بند شو.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان وايي: د غزې یو لاک خلک شهیدان، زخمي او یا بې درکه شوي دي.  په عین حال کښې ملګرو ملتو د غزې د ۷۵ فیصده خلکو د بې کوره کیدو خبر ورکړی دی.

 */*/*/*/*/

 د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي سرټکي کښې د پينټاګان د پخواني صلاحکار خبره راخیسې چې وايي: امریکا په هغه دوزخ کښې په ورغورځیدو ده چې په خپله یې جوړ کړی دی.

د دې خبر په دوام کښې لولو چې د امریکې د دفاع وزارت پخواني صلاحکار وړمه شپه په عراق او سوریې کښې په یوشمیر ځآیونو باندې د امریکې د تیري په هکله وویل چې بمبارۍ، ډیپلماسي نه ده، سټراټیجي نه ده او دفاع او لوې والی هم نه راوړي. د خپل لاس جوړ کړي جهنم ته د یو ستر قدرت لویدل، تل سوکه سوکه وي.

«ډیګلاس مک ګریګور» وویل: مونږ په افغانستان، لیبیا، عراق او یوکرین کښې له پرله پسې او سټراټیجکو ماتو سره مخامخ شوو او اوس واشنګټن، په ډیرې چټکۍ سره له پاتې نړۍ سره په خپلو اړیکو کښې د خپل لاس جوړ کړي دوزخ ته په ورپریوتو دی.

د امریکې این، بي، سي نیوز چینل رپورټ ورکړی چې دغو حملو تشریفاتي اړخ درلود او امریکایان ونه توانیدل چې خپلو حقیقي اهدافو ته ورسیږي.

سي، این، این چینل هم خبر ورکړی چې که څه هم امریکې هڅه وکړه چې ده بریدونه سخت او ځپونکي وښايي خو سره د ټول شورماشوره، یو مینځ تشی ډول و.

په عراق او سوریې باندې د امریکې له بریدونو وروسته د امریکې یو پخواني استخباراتي افسر ټينګار وکړ چې مهمې سیمې په کښې ونه ویشتې شوې.

له بلې خوا د عراق د اسلامي مقاومت وروستیو بریدونو وښودله چې د مقاومت په سنګرونو باندې د امریکې تیري هیڅ مخنیوی نه درلود.

مقاومت په سوریې کښې په د ګیس په کونیکو میدان کښې د امریکایانو اډې، التنف اډه او په دغه هیواد کښې د امریکايي ځواکونو د دیره کیدو الخضراء کلی او همداشان د عراق په لویدیځ کښې عین الاسد اډه په نښه کړه. د عراق اسلامي مقاومت همداشان په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې جنګیالیو یې په څو بې پایلټه الوتکو سره په اربیل ولایت کښې د امریکې «حریر» اډه په نښه کړه.

کیهان په خپل اول مخ هم داشان د ایران د فټبال ټیم د لوبغاړو یو ښایسته انځور چاپ کړی او ورسره یې په غټو ټکیو لیکلي دي: ایران د جاپان په ماتولو سره د فټ بال د آسیايي کپ سیمي فاینل یا نیمه پاې لوبې ته ورسید.

د هم دې ورځپاڼې بل خبر د فضايي ټیکنالوجۍ د ملي ورځې د لمانځنې په دستورو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت وینا ته ځانګړی شوی دی او د سرټکي په توګه یې د ولسمشر دا خبره راخیستې ده: په تیرو دوه نیمو کالو کښې ۱۱ کامیابې فضايي توغونې، په فرصت باندې د بندیز د بدلولو ستره بیلګه ده.

*/*/*/

له تهرانه چاپیدونکې جامِ جم ورځپاڼې بیا د «هامون» د وچ شوي تالاو یو انځور راخیستی چې په کښې موجودې کشتۍ په شږو ناستې ښکاري. ورسره یې د ایران د انرجۍ د وزیر له خولې لیکلي دي: د هیرمند د اوبو حق د اخیستو لپاره له قانوني او حقوقي اوزارونو استفاده کوو.

د خبر په دوام کښې لولو چې د ایران د انرجۍ وزیر وویل: د طالبانو چارواکي پلمې جوړوي چې ګني وچکالي ده او هیله څرګندوي چې د بارانونو په وریدو او دوام سره به ایران ته د اوبو حق ورکړي خو که داسې ونه کړي نو مونږ به له قانوني او حقوقي لاروچارو کار واخلو.

خبر زیاتوي چې علي کبر محرابیان په دې خبرې سره چې د اوبو او بریښنا په برخه کښې ډیر اقدامات شوي دي چې د خلکو د رضایت لامل ګرځیدلي دي، وویل: زمونږ هیواد له انقلابه مخکښې او د انقلاب په اوایلو کښې سل په سلو کښې نورو ته محتاج و خو اوس سل په سلو کښې پر ځان بسیا یوو، اوس نه یوازې خپل کورنې ضرورت پوره کیږي بلکې د سیمې ډیر هیوادونه د ایران په خدماتو تکیه کوي.

د هم دې ورځپاڼې په بل خبر کښې راغلي چې

د ایران د خارجه وزارت ویاند په عراق، سوریې او یمن باندې د امریکې پوځي حملې یوازې د صهیونیسټي رژیم د اهدافو پوره کونکې وبللې او ویې ویل: دا ډول بریدونه د امریکې حکومت په سیمه کې له مخکښې نه ډیر ښکیلوي او په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم جنایتونه ترتاثیر لاندې راولي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د عراق او سوریې په ځینو سیمو باندې د امریکې پوځي حملې په کلکه وغندلې.

هغه دغه حملې د عراق او سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت او همداشان د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د منشور څرګنده خلاف ورزي وبلله او ویې ویل: له تیرو څلورو میاشتو راهیسې د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم له روانو بوږنونکو بریدونو د امریکې له پوره ملاتړ او هم د یمن خلاف له پوځي بریدونو او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت پر خلاف ورزۍ سربیره، په سوریې او عراق باندې د تیرې شپې حمله، د امریکې د حکومت یوه بله بلاغوښتنه او سټراټیجکه تیروتنه ده چې په سیمه کښې د شخړې او بې ثباتۍ له زیاتیدو پرته به بله نتیجه ونه لري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: لکه څنګه چې د ایران اسلامي جمهوریت په کراتو ویلي دي، په سیمه کښې د شخړې او کړکیچ جرړه، د اسرائيلو د رژيم له نیواکګرۍ او په غزه کښې د فلسطینیانو له نسل وژنې او پوځي عملیاتو له دوامه د امریکې نامحدود ملاتړ ته ورګرځي او سیمې ته د ثبات او امنیت ستنیدل، د کړکیچ په جرړې باندې له تمرکز او د هغه له علاج پرته ناشونې ښکاري.

*/*/*/*/*/

ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه