د یوې الوتکې د لوېدو له امله پنځه امریکایي عسکر وژل شوي
Feb 09, 2024 13:17 Asia/Kabul
د امریکا پوځ تایید کړې چې د سمندري ځواکونو پنځه غړي يې د سان ډییکو ښار ته څېرمه د یوې پوځي څرخکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
چارواکو ویلي، چې د سوپر سټالین الوتکې د سې شنبې په شپه ناوخته په توپاني هوا کې هغه مهال ورکه شوه چې له لاس ویګاس څخه سان ډيیکو ته د روزنیز ماموریت وروسته راستنېدله.
د دغو سرتېرو قوماندان مایکل برګشولټ ویلي، د دغې الوتکې بدنه د چهارشنبې په ورځ له سان ډییکو ښار څخه شاوخوا یو ساعت لرې په یوه غرنۍ سیمه کې وموندل شوه، خو د دغو پنځو کسانو د پاتې شونو او د غورځېدو د لامل د موندلو هڅې روانې دي.