د نړۍ هیوادونه باید د اسرائیلو پرضد شهادت ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i146660-د_نړۍ_هیوادونه_باید_د_اسرائیلو_پرضد_شهادت_ورکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی جنوبي افریقا په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو د بندولو او د فلسطین د ملت د ملاتړ لپاره د هڅو په دوام کښې په هیګ کښې دیره د انصاف په نړیوالې محکمې کښې د اسرائیلو رژیم پرضد د بیلابیلو هیوادونو د شهادت د ورکولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2024-02-24T09:16:11+00:00 )
Feb 24, 2024 13:39 Asia/Kabul
  • د نړۍ هیوادونه باید د اسرائیلو پرضد شهادت ورکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی جنوبي افریقا په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو د بندولو او د فلسطین د ملت د ملاتړ لپاره د هڅو په دوام کښې په هیګ کښې دیره د انصاف په نړیوالې محکمې کښې د اسرائیلو رژیم پرضد د بیلابیلو هیوادونو د شهادت د ورکولو غوښتنه وکړه.

په هالینډ کښې د جنوبي افریقا سفیر « وسیموري ماډونسلا» په ټولو هیوادونو غږ وکړ په هغه دوسیې چې دغه هیواد په هیګ کښې د انصاف نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي ده شهادت ورکړي چې صهیونیسټ رژيم د نسل وژنې په جرم سزا کړي.

هغه وویل هغه څه چې د اسرائیلو رژیم یې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې ترسره کوي د اپاتائیډ رژيم تر ټولو بده نسخه ده چې د جنوبي افریقا خلک ورسره مخامخ وو.

په عین حال کښې د عراق ولسمشر «عبداللطیف رشید» د بغداد د خبرو اترو په شپږم کانفرنس کښې وویل تر هغه وخته چې د فلسطین خلک په خپله خاوره او ټاټوبي کښې خپل حق ترلاسه نکړي په لویدیځې اسیا کښې به ارامښت رامینځته نشي.

هغه وویل دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې په حقیقي ارادې او اغیزشیندونکي ارادې سره د فلسطین د خلکو د کړاو د ختمولو او د ملت پرضد د ویرونکي جنایتونو د ختمولو لپاره هڅه وکړي.

صهیونیسټ رژیم تراوسه څه د پاسه نهویشت زره او پینځه سوه فلسطینیان شهیدان کړي دي.

Image Caption