د تهران نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په سر کې هم د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځينی بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا ولرئ.
داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ایران د اسلامی شورا د کب د میاشتې په یولسمه نیټه د کیدونکو ټولټاکنو لپاره په پر تم سره کمپاینونه په آرام او ورین تندي سره اوج ته په رسیدا سره دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتو د بشری حقوقو د شورا په څنډې کې ووئيل، له اسرائيلو سره د هرډول ملګرتیا غوڅول یو هغه ترټولو فوری اقدام دی چې ټول له انسانیّته خبر حکومتونه ئې ترسره کړي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دلبنان په جنوب کې ئې د اسرائيلو یو ماډرن ډرون چې قیمت ئې کابو یو سل پنځوس میلیون ډالر ښودل کیږي، نسکور کړی دی.
په امریکا کې د صهیونیسټي رژيم د سفارت په وړاندې هغه امریکائي پيلوټ چې د امریکادجنګي الوتکې په وسیله ئې د فلسطین د مظلوم اوبې څوکه خلکو د عامې وژلې په دوام کې پر دغو مظلومو خلکو بمبارۍ کولې ،بلاخره ئې ضمیر راویښ شو او د خپل وجدان د عذاب په رټلو پسې ئې توبه کړې او په کړو جنایتونو بانډې په پښمانه کیدا سره ئې ځان ته اور ورته کړی او د ژوند په وروستیو شیبو کې ئې چغه پوره کړې چې .... فلسطین آزاد کړئ......
ورځپاڼې بیا مخکې لیکلی دي، د بورکینافاسو په یوې کلیسا کې تکفیری ترهه ګرو بیا د وینو ویّلۀ وبهوله او لږترلږه پنځلس کسان ئې ووژل او یو شمیر نور ئې هم ټپیان کړي دي.
دا هم ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ملګرو ملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش په یولړ څرګندونو کې یو ځل بیا په ډاګه کړه ددغې موسیسې امنیت شورا جوړښت باید اصلاح شي
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي، د اروپائي اتحادئې د څیړنیو او سیاست غږملونکي د ایټمی وسلو د نابودۍ په نړیوال کمپاین (آیکان) کې ووئيل ، امریکا باید خپلې ایټمي وسلې له اورپا وباسي.
د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت دنړیوالو ټرانزیټ مشر ټينګار کړی، ایران د افغانستان د پراختیا لباره یو ښه فرصت دی ، دهمدې لپاره دافغانستان تخنیکي او تجارتی پلاوي په راتلونکي کې ایران ته خپل سفرونه زیاتوي.
د ایران د هرمزګان ولایت دپولیسو مسئولانو ووئيل په یولړ عملیاتو کې ئې د پاکستان د سپاه صحابه تکفیری ترهه ګرې ډلې یو ډير مهم کمانډر او وحشي جنایتکار اکرم لاهوري نیولی ،وئيل کیږي ، داکرم لاهوري لاسونه د سلګونو مسلمانانو په وینو ککړ دي او ممکنه ده په پلټنو کې ځيني مهم رازونه ایشوا کړي.
د اوکراین داستخباراتي ادارې یوه لوړپوړي چارواکي کیریلو بو دانوف روسیې ته له ایرانه دتوغندیو صادرات درو غ وبلل.
د آذربایجان جمهوریت خارجه وزیر بایراموف په یولړ څرګندونو کې ووئيل، له ارمنستان سره د سولې خبرې بیا پیلیږي.
د انګریز پوځ لوي درستیز جنرال پاتریک سنډرز په بهرنیو بلاغوښتنو کې د خپل پوځ د کمزورتیا په باب خبرداری ورکړ.
دافغانستان په ځینو وشمالي ولایتونو کې واورو او ورښتونو په لسګونو کورونه نړولي او دغه راز ئې د ځاي اوسیدونکو لپاره یو لړ ستونزې راولاړې کړي دي .
په پاکستان کې له عمومي انتخاباتو وروسته چې تر دې دمه ئې بشپړ نتیجې هم نه دي ښودل شوي ، د پنجاب او سند صوبائی جرګو استازو خپل اعلی وزیران ټاکلي او صوبائي حکومتونو هم کار پیل کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان ولسی جرګې لومړنۍ غونډه هم د فرورۍ په نهه ویشتمه نیټه جوړه شي ، داپه دداسې حال کې دي چې دپاکستان ولسمشر عارف علوي د لومړی وزیر په وړاندیز سره د ولسی جرګې د لومړئ ناستې له بللو انکار کړی او وئيلي ئې وو، چې ترڅو پورې د ولسی جرګې درستې څوکۍ معلومې نه وي او استازي ئې پوره مشخص شوي نه وي، د جرګې غونډې بلل غیر قانوني ده ، حال دا چې دغه غونډه د ولسی جرګې مشر راچه نادر پرویز خپلو اختیاراتو ته په پام سره بللې ده .
دا هم جام جم آنلاین پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي، د فلسطین دکډوالو په چارو کې د ملګروملتو د مرستندوئې ادارې آنروا مسئولانو په زغرده ووئيل، د غزې تړانګې وضعیّت تر خطرناکې سوئې رسیدلی دی او که په وخت اقدام ونشي نو د یوې ډيرې بوږنونکي انساني غمیزې د راپورته کیدا امکان جدي دی.
دروسیې او اوکراین د جنګ دا وږدیدا په دلیل د اروپائي اتحادئې زیاتره چارواکي په دې اند دي چې نو رباید له اوکراین جنګه ناامید شي او خپلې مرستې د خپلو هیوادونو پر ولسی هوساینې خرڅ کړي. داپه داسې حال کې ډي چې امریکا هڅه کوي، اروپائي هیوادونه هماغه شان له اوکراین سره دمرستې لپاره تیار وبریښوي.
دغې ورځپاڼې همدرااز دملګروملتو د بشری حقوقو د شورا په غونډې کې د دغې موسسیې د سرمنشي پر وینا یوه مقاله لیکلې ده.
په مقالې کې لیکل شوي دي ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پخپلې وینا کې یو ځل بیا په غزې کې له قید او شرط پرته د اوربند او د ټولو یرغمل شویو کسانو د آزادېدو غوښتنه کړې ده.
ګوترش د فبرورۍ پر ۲۶مه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د پنځهپنځوسمې غونډې په پرانېسته کې ویلي چې د نړۍ امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.
په مقالې کې وئيل شوي دي ،انتونیو ګوتریش زیاته کړې چې پر اوکراین د روسیې برید او په غزه کې د اسرائیلي رژیم پوځي عملیاتو په اړه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یووالي نشتوالی، د دې شورا واک خورا کمرزوی کړی دی.
هغه وئیلي دي، د ملګرو ملتو امنیت شورا په خپل جوړښت او کاري کړو وړو کې جدي سمون ته اړتیا لري.
داپه داس حال کې دي چې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا پرون خپله پنځهپنځوسمه غونډه په ټوله نړۍ کې د «بشري حقونو د سرغړونو قربانيانو» په ياد کې د يوې دقيقې په چوپتيا پېل شوه.
ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ تر درو راتلونکو ورځو پورې د دغه هېواد په هکله خپل تازه راپور وړاندې کړي.
یاده دې وي چې د بشري حقونو شورا غونډه به د روان کال د اپریل میاشتې تر پنځمې دوام وکړي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزونه بیا د دغې غونډې د لومړۍ اوونۍ د اجنډا په سر کې ده.