روسیې د اوکراین لسګونو بې پایلوټه غورځولي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147044-روسیې_د_اوکراین_لسګونو_بې_پایلوټه_غورځولي
اسپوتینک خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت د کریمه جزیرې د پاسه د اوکراین د څو بې پایلوټه الوتکو د معلومولو او د نسکورولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-03-03T08:13:22+00:00 )
Mar 03, 2024 10:17 Asia/Kabul
  • روسیې  د اوکراین لسګونو بې پایلوټه غورځولي

اسپوتینک خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت د کریمه جزیرې د پاسه د اوکراین د څو بې پایلوټه الوتکو د معلومولو او د نسکورولو خبر ورکړ.

د روسیې دفاع وزارت نن به یوې بیانیې کښې وویل چې د ماسکو د پوځ د هوايي دفاع ځواک د کریمه جزیرې د پاسه د اوکراین اته دیرش(۳۸) یرغل کونکي بې پایلوټه الوتکې معلومې کړي او نسکورې کړي دي.

د کریمه جزیره د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اوکراین کښې د جنګ له پیل راهسې تراوسه څو ځله اوکراین د ځواکونو له حملو سره مخامخ شوي ده او د روسیې د چارواکو د وینا پراساس د ماسکو دافع هوا ځواکونه دغه حملې شنډې کړي دي.

روسیه د کریمه جزیره د ماسکو د خاورې برخه ګڼي او ویلي یې دي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره د اټومي وسلو په شمول له ټولو اوزارونو استفاده کوي.

کریمه جزیره مدیترانې سمندر ته د لاسرسي په دلیل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره ډیر اهمیت لري او اروپا او مینځني ختیځ ته د قدرت د پراخولو لپاره مهم ځای ګڼل  کیږي.