د شمالي کوریا مشر د پوځ په چمتو کیدا ټینګار وکړ
(last modified Sun, 17 Mar 2024 23:48:43 GMT )
Mar 18, 2024 04:18 Asia/Kabul
  • د شمالي کوریا مشر د پوځ په چمتو کیدا ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» د هر ډول احتمالي جنګ لپاره د دغه هیواد د پوځ د کامل چمتووالي غوښتنه وکړه.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون چې د هیواد د پیراشوټرانو د عملیاتو او د هوايي ځواکونو په مانورې کښې په شتون سره جنوبي کوریا ته د نفوذ کولو لپاره د دوې په اقداماتو باندې څارنه لري په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د شمالي کوریا د پوځ اساسي دنده د جنګ لپاره چمتووالی دی حکم ورکړ چې د هیواد هوايي ځواک د ډول ډول ناڅاپه جنګي عملیاتي د پلانونو د اجرا کولو لپاره چمتو ووسي.

هغه وویل د شمالي کوریا ځواکونه باید چمتو ووسي چې د جنګ د رامینځته کیدا په بڼه کښې په قوي ارادې سره له دښمن سره وجنګیږي او د تاریخ لاره بدله کړي.

د شمالي کوریا مشر دغه څرګندونې په داسې حال کښې کوي چې څه موده مخکې د جنوبي کوریا د اتحاد وزارت په یوې بیانیې کښې د کوریا ټاپووزمې د متحد کولو لپاره له زوره څخه د استفادې په هکله د شمالي کوریا د مشر ګواښ ته په اشارې سره د جنګ په هکله د  هغه وینا وغندله او ادعا یې وکړه پیانګ یانګ د روان میلادي کال له پیل راهسې هڅه کړي ده چې د وسله والو لمسونکو اقداماتو د ګواښ په شمول په کوریا ټاپووزمه کښې پوځي تاوتریخوالي زیات کړي او په عین حال کښې له جنوبي کوریا سره د خپل هیواد د خلکو دښمنۍ القا کړي.