د ملګروملتونو امنیت شورا نن د غزې په هکله رایې اچوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو امنیت شورا به نن د فلسطین په غزې تړانګې کښې د سمدستي اوربند د ټینګولو په هکله د نوي پریکړه لیک د مسودې په هکله خپلې رایې واچوي.
دا په داسې حال کښې دي چې روسیې او چین له دې مخکې د امریکا لخوا وړاندې شوی پریکړه لیک ویټو کړی و.
په ملګروملتونو کښې نن وړاندې کیدونکی پریکړه لیک په روانې روژې میاشت کښې په غزې تړانګه کښې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي کوم به چې د دایمي اوربند د ټینګیدا سبب شي.
دغه پریکړه لیک د ټولو یرغمل شویو کسانو سمدستي او له شرط پرته د خوشي کولو او د بشري مرستو د رسولو لپاره د ټولو خنډونو د ختمولو غوښتنه کوي.
یوشمیر ډيپلوماټانو چې غوښتل نومونه یې ونه ښودل شي فرانسې خبري اژانس ته وویل دغه نوی پریکړه لیک د امنیت شورا د غیر دائمي غړیو لخوا کومو چې له امریکا سره مشوره کړي ده چې د ویټو مخه ونیسي وړاندی شوی دی.
یوه ډیپلوماټ وویل مونږ احتمال ورکوو ننی پریکړه لیک به تصویب شي او امریکا به هغه ویټو نکړي.