Apr 03, 2024 15:27 Asia/Kabul
  • د بې وزله هیوادونو د نرسانو بیول/ د افریقې د روغتیايي نظام لپاره د لویدیځ نوې کړکیچ جوړونه

شتمن هیوادونه له بې وزله هیوادونو څخه د نرسانو په جذبولو سره دغه هیوادونه د اوږدې مودې لپاره ځان ته محتاجوي.

پارس- ټوډی، د نرسنګ نړیواله ټولنه وايي، بډایه هیوادونه د اړتیا وړ بشري منابعو د کمښت د حل لپاره، د سویلي نړۍ په هیوادونو کې د بې وزلو هیوادونو څخه د نرسانو په استخدامولو سره د روغتیا او درملنې خدمات لاخراب کړي دي.

د نرسانو د نړیوالې شورا International Council of Nurses) مشر هاوارډ کیټون Howard Catton)، د افریقا د نرسنګ د چارواکو د روانې میاشتې په غونډه کې چې په روانډا کې جوړه شوې وه، د جنوبي نړۍ د هیوادونو د نرسانو په استخدامولو او له خپل اقتصادي توان څخه په ناوړه استفاده کښې د شمالي نړۍ له هیوادونو څخه خپل قهر څرګند کړ.

هغه زیاته کړې: شتمن هیوادونه له بې وزلو هیوادونو څخه د نرسانو په جذبولو سره دغه هیوادونه د اوږدې مودې لپاره په ځان پورې پيئلې کوي او په جنوبي هیوادونو کښې د روغتیا او درملنې د نظامونو وده او پراختیا بندوي چې یو ډول نوی استعمار دی.

شتمن هیوادونه له بې وزله هیوادونو څخه د نرسانو په جذبولو سره دغه هیوادونه د اوږدې مودې لپاره ځان ته محتاجوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د خپرو شویو اصولو له مخې، له بې وزلو هیوادونو څخه د روغتیا او درملنې په برخه کښې د انساني ځواکونو د استخدام باید مخنیوی وشي.

شتمن هیوادونه له بې وزله هیوادونو څخه د نرسانو په جذبولو سره دغه هیوادونه د اوږدې مودې لپاره ځان ته محتاجوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټولو هیوادونو ته سپارښتنه کړې ده چې له هغو هیوادونو څخه استخدام چې «په سور لسټ» کښې دي، باید د حکومتونو ترمینځ په رسمي موافقې سره اجرا شي.

هوارډ کاټون باوري دی چې دغه اصول او مقررات یوزاې یو ډول اخلاقي سپارښتنه ده او په عمل کښې د بې وزلو هیوادونو د نرسانو په جذبولو کښې ډیره لږه دوه اړخیزه موافقه لیدله کیږي.

د ګامبیا د نرستانو د ملي ټولنې National Association of Gambia Nurses)مشر ډاکټر بابوکار چام Baboucarr Cham) وايي: د ګامبیا نرسان اروپا او امریکا ته ځي او دا کار د ګامبیا د خلکو لپاره ډیرې ستونزې رامینځته کوي.

هغه وړاندیز کړی چې د هر ګامبیايي نرس په بدل کښې چې شتمنو هیوادونو ته ځي، باید د دوو نرسانو د روزنې لګښت ورکړې شي ترڅو د ګامبیا خلک د نرسانو او دایانو د کمي په وجه مړه نه شي.

ګارډین لیکلي دي: انګستان، جرمني، کاناډا، آسټریلیا او امریکا هیوادونه د نرسانو له کمي سره مخامخ دي او د خپلې اړتیا یوه برخه له بې وزلو هیوادونو سره د نرسانو په استخدامولو سره پوره کوي.

 

ټیګونه