Apr 06, 2024 15:32 Asia/Kabul
  • د غزې په خاطر د یوه امریکایي فوځي لوږتړ / اتل بوشنل د زړه ورو پوځیانو بېلګه

د امریکا په هوایي ځواکونو کې یو حګپوری فوځي په غزې کې د خلګو د غمجنوونکی حالاتو ته د نړیوالې ټولنې د پام د اړولو لپاره لوږتړ کړی دی.

دغه امریکایي فوځي چي «لری هبرت» Larry Hebert نومیږي د یکشنبې له ورځې راهیسې د سپینې ماڼۍ په غولې کې د خوړو اعتصاب یا لوږ تړ پیل کړی دی.

«هبرت» چي د کار ځای اسپانیا کې وه، خپل کار پرېښودلی او اوس د سپینې ماڼۍ مخې ته ناست دی او  یو پلې کارد یې په لاس  کې نیولی دی چي ورباندې لیکل شوی: جګپوری برحاله پیلوټ، په داسي حال کې چي د غزې خلګ وږې دي، هیڅ شي ته خوله نه وړي.

دغه امریکایي فوځي له «آرون بوشنل» چي د صهیونیست رژیم په جنایاتو باندې په اعتراض کې ځان سوځولی و، اخیستنه کړې او د هغه د لارې په دوام سره یې لوږ تړ کړی دیږ

بوشنل ځوان امریکایي پیلوټ وو چي د فبرورۍ په ۲۵ په غزې کې د فلسطینیانو له نسل وژنې څخه د سپینې ماڼۍ په ملاتړ باندې په اعتراض سره، ، په واشنګټن کې د اسرائیل د رژیم د سفارت مخې ته ځان ته اور واچول او په داسي حال کې چي د فلسطین نعرې وهلې وسوځېدی.

«لری هبرت» په یوه مرکه کې وویل: ملکي خلګ په غزې کې لوږه زغمي، بمونه پرې اوري او هره شیبه په نښه کیږي، دا زما د لوږتړ دلیل دی. د ارون بوشنل کار مېړنی وو، زما احساسات یې راوپارول. ما ځان په کښې ولیده ځکه چي زه هم د هغه په شان احساس لرم.

هغه د بوشنل اقدام بې سارې وبلل او زیاته یې کړه:  د هغه له سرشیندنې وروسته، چوپتیا هغه څه ده چي زه خفه کړم، یو کس نه په دولت او نه هم په پوځ کې د بوشنل په هکله یوه خبره هم نه وکړه.  لیکن د غزې او د یمن خلګ د هغه انځورونه خپروې او درنښت یې کوي، خواشینی اظهار کوي.

د په غزې کې صهیونیست رژیم جنایتونه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د عامه افکار له غبرګونونو سره مخ شوي دي چي په غزې کې د جنګ د بندېدو غوښتونکي دي منجمله د امریکا، انګلیس او ایټالیا وګړي په وروستیو میاشتو کې په ځلونو مظاهرې وکړې.