May 26, 2024 13:03 Asia/Kabul
  • مه عیبونه لټوئ او مه ملنډې وهئ/ د نسلونو د ګډ ژوند د ښه والي لپاره د قرآن حکم
    مه عیبونه لټوئ او مه ملنډې وهئ/ د نسلونو د ګډ ژوند د ښه والي لپاره د قرآن حکم

پارس ټوډی- ایراني شاعر مولوي په خپل اثر کښې او د پيغمبر اکرم(ص) د خبرې په بیانولو کښې وايي: ځیني خلک د خلقو عیب په ډاګه کوي خو د خپل عیبونه نه ویني.

خدای تعالی په قرآن کریم کښې د سوره حجرات په ۱۱ آیت کښې فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ.

ژباړه:

ای د ایمان خاوندانو! یوه ډله دې په بلې ډلې ملنډې نه وهي، شاید په کومو کسانو چې ملنډې وهل کیږي، هغوي له ملنډې وهونکو غوره وي، او ښځې دې نورې ښځې نه (مسخره) کوي، ښايي مسخره شوې له مسخره کونکو غوره وي، او د یو بل عیبونه مه لټوئ او یو بل ته په بدو او ناخوښه القابو غږ مه کوئ، له ايمان (راوړو) وروسته د فسق نوم بد دی او چا چې توبه ونه کړه نو هغوي ظالمان دي.

د انسان او انساني ټولنو لپاره یو ناخوښه صفت دا دی چې خلک په یو بل پورې په ملنډو وهلو عادت شوي دي. که هغه یو کس وي چې بل کس مسخره کوي او که یو توکم او قام وي چې په بل قام پورې خندا کوي. دغه خلک عموماً خپل عیبونه نه ویني او د نورو نقصانونه ویني او د خپلو عیبونو د پټولو لپاره د نورو نیمګړتیاوې بیانوي یا شاید شاید یو داسې څیز ووايي چې بیخي نیمګړتیا نه وي ا و په خپلو کښې د کسانو یا قومونو توپیر او فرق وي، خو هغه د یو توهین او سپکاوي په شان بیانوي. په دې وجه خدای تعالی جل جلاله د انسانانو د روزنې او د هغوي له ګډ ژوند سره د مرستې لپاره حکم ورکوي چې هیڅکله د یو بل سپکاوی او ورپورې ملنډې ونه وهي، په تیره بیا دا چې شاید هغه بل کس ترې غوره هم وي.

ملنډې وهل له هر ډول بدوردو او کنځلو بدې دي ځکه چې په کنځلو کښې یو کس یوازې په هغه صفت یادیږي چې نامطلوب وي خو په په ملنډو کښې د انسان هر څیز او ټول شخصیت په نښه کیږي.

د خدای تعالی بل حکم دا دی چې د یو بل عیبونه مه لټوئ. رسول الله مبارک فرمايي:

«طوبی لمن شغله عیبه عن عیوب الناس»

بختور دی هغه کس چې خپل عیبونه یې، د نورو عیبونو ته له پاملرنې ساتي.

د ایران مشهور شاعر مولوي په یو ځاې کښې د پیغمبر اکرم د خبرې په بیان کښې وايي:

ځیني خلک د نورو عیب په ډاګه وايي خو د خپلو عیبونو په نست ړانده او نابینا وي.

د نظامي په نامه د یو بل ایراني شاعر او حکم سپارښتنه هم دا ده چې ترخپل وسه خوبۍ او ښه والي ولټوئ ترڅو ښه والی او هنر ترلاسه کړئ.

او بیا د خدای تعالی یو بل فرمان په دې مبارک آیت کښې دی چې په یو بل باندې بد نومونه مه ږدئ او ورته په بدو نامو غږ مه کوئ ځکه څومره بده ده چې انسان چې د خدای د بندګۍ پاک نوم پرې ایښودل شوی، په ناپاکو نومونو وبلل شي.

د آیتِ شریف په پاې کښې متعال خدای د خپل رحمت له مخې فرمايي چې ای د ایمان خاوندانو، دا کارونه مه کوئ او که مخکښې مو دا ډول تیروتنې کړې وي نو اوس چې خدای تعالی تاسو د هغو په بدوالي پوه او خبر کړئ نو توبه وکړئ ګني نو په ظالمانو کښې به شمار شئ او ظلم هغه ګناه ده چې که پرې ټینګ پاتې شئ نو د ایمان له زیوره به خلاص شئ او ویلې شو چې ظلم همهغه کفر دی «والکافرون هم الظالمون» (بقره ۲۵۴).

کومې ټوقې او لطیفې چې نن سبا په خلکو کښې دود شوې دي چې زیاتره د دنیا په مختلفو قومونو پورې د ملنډو او مسخرو په بنیاد جوړې شوې دي، هم کم او زیات په الهي نهي کښې شاملیږي او د دغه ډول لطیفو به بیان کښې کلي قانون دا دی چې څو ونه ځوریږي او خفه نه شي. په تیره بیا په قومونو پسې ناخوښه صفتونه تړل په کلي توګه ښه کار نه دی او که لږه ظاهري خندا او خوشالي راوړي نو ډیره کرکه او ځورونه او کله کله کینه او دښمني راپيدا کوي.

او وروستۍ خبره دا چې که د عالمیانو پروردګار په خپله یو قوم یا کس د یوې تیروتنې یا مسئلې په وجه ملامت کړي نو هغه د تمسخر او عیب لټونې لپاره نه دی بلکې د نورو د پوهولو او عبرت لپاره دی ترڅو خلک له هغه عیب څخه لرې شي.

 

ټیګونه