May 26, 2024 15:12 Asia/Kabul
  • د غزې له خلکو د ایټالیا ملاتړ او له فرانسې څخه د فلسطین پلوه ملا امام ایستل / د ایټالیا او فرانسې ځینو پیښو ته یوه کتنه
    د غزې له خلکو د ایټالیا ملاتړ او له فرانسې څخه د فلسطین پلوه ملا امام ایستل / د ایټالیا او فرانسې ځینو پیښو ته یوه کتنه

پارس ټوډی- د فلسطین له مظلومو خلکو د ایټالیا ملاتړ، د ایټالیې د حکومت د پورونو په اړه د پیسو د نړیوال صندوق خبرداری، د فلسطین د ملاتړ په خاطر په فرانسه کې د یوه جومات د امام له دندې ګوښه کول، د فرانسې په یوې محکمې کښې د سوریې درېیو چارواکو ته د عمري بند سزا او په هم دغه هیواد کښې د یوه ایراني شاعر د شعرونو د ژباړې خپریدل په تیرو څو ساعتونو کې د دغو دوو اروپایي هیوادونو کښې خپاره شوي ځینې مهم خبرونه دي.

د فلسطین له خلکو د ایټالیاوالو ملاتړ

د ایران د ځوانو ژورنالیستانو د کلب د خبر له مخې، د ایټالیې د پارلمان پخواني غړي "سټیفانو اپوزو" په غزه کې د نسل وژنې د بندولو په شعار او د دغه هیواد پارلیمان په بالکن کښې د فلسطین د بیرغ په نصبولو سره د فلسطین له مظلومو خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ. په عین حال کښې د فرانسې د کینز د فلم په 77م فستیوال کې د ایټالیې اداکارې یاسمین ټرینکا، د خپلو کالیو په کالر باندې د فلسطین د بیرغ په ډیزاین سره د یکسویې په لګولو سره د فلسطین له خلکو سره خپل ملاتړ او پيوستون اعلان کړ.

په واټیکان کښې د شهید رئیسي لپاره لمانځغونډه

په عین حال کښې د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د ارواښاد ولسمشر او په ایران کښې د شوې هوايي پيښې د نورو شهیدانو د شهادت په لړ کښې د درنښت دستورې په واټیکان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کښې په المهدي(عج) نومې اسلامي مرکز کښې ترسره شوې. په دغو مراسمو کښې په ایټالیا کښې د ایران سفیر «محمدرضا صبوري» وویل: شهید ولسمشر رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د هیواد د بهرني سیاست د اجرايي مټ په توګه د معظم رهبر د لارښوونو او د عزت، حکمت او مصلحت د اصل په پیروۍ سره، د اسلامي، جهادي او ملي واکمنۍ د وړاندې کولو په ترڅ کښې، وتوانیده چې د ایران د اسلامي جمهوریت مقام په سیمه ایزه او نړیواله سویه لوړ کړي او نړیوالې ملګرتیاوې پراخې کړي.

د ایټالیا د حکومت د پورونو په هکله د پيسو د نړیوال صندوق خبرداری

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د پيسو نړیوالو صندوق په یوه خبرپاڼه کښې د ایټالیا د حکومت د پور په هکله خبرداری ورکړ. په دغې بیانیې کښې د دغه هیواد د حکومت پورونو ته د رسیدګۍ لپاره د چټکو او پریکنده مالي اصلاحاتو په ضرورت ټینګار شوی دی. د پيسو نړیوال صندوق اټکل کوي چې د ایټالیا عمومي پورنه به په ۲۰۲۴ کال کښې د دغه هیواد د کورني ناخالص تولید ۱۴۰ فیصدو ته ورسیږي.

له فلسطینه د ملاتړ په وجه په فرانسه کښې د یو ملاامام ایستل

د ایکنا د خبر له مخې، فرانسوي چارواکو له اسرائیلو د ملاتړ پّ لړ کښې، د دغه هیواد په «بورډو» ښار کښې د «الفاروق» جومات ملا امام «عبدالرحمن رضوان» له کاره ګوښه کړ. د فلسطین له خلکو ملاتړ او له اسرائیلو سره دښمني، په دغه ملاامام باندې لګیدلې تورونه دي.

د سوریې د دریو چارواکو لپاره د فرانسې د یوې حکم د عمر قید سزا حکم

په عین حال کښې د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې، په پاریس کښې یوې محکمې تیره جمعه د سوریې درې چارواکي پهعمري بند محکوم کړل. دغې محکمې د سوریې د بعث ګوند د ملي امنیت ادارې پخوانی مشر «علي مملوک» د هوايي ځواکو د اطلاعاتو د دفتر پخوانی مشر «جمیل حسن» او د همدغه ځواک یو جګپوړی چارواکی «عبدالسلام محمود» د جنګي جنایتونو په ترسره کولو تورن کړی دی.

پاریس او لویدیځو انډیوالانو یې د ترهګرو ډلو سره په مقابله کښې د سوریې د پوځ له بریاو وروسته په دغه هیواد باندې د دباؤ زیاتولو لپارهخپلو هلوځلو ته زور ورکړی دی.

په فرانسه کښې د «محمد شمس لنګرودي» د شعرونو خپریدل

د ایسنا د خبر له مخې، په فرانسه کښې د ایران د اوسمهاله شاعر محمد شمس لنګرودي د شعرونو د یوې ټولګې فرانسوي ژباړه خپره شوه. په دغه کتاب کښې راغلي دي دي: شمس لنګرودي د ایران د ادبیاتو یو ډیر مهم اوسمهاله شخصیت دی. هغه د کاسپين سمندر د غاړې په یو ښار کښې زیږیدلی او نن سبا په تهران کښې اوسیږي. هغه تراوسه د شعرونو ۲۷ ټولګې او دوه ناولونه او څو تحقیقاتي کتابونه خپاره کړي دي.

 

ټیګونه