Jun 15, 2024 11:19 Asia/Kabul
  • د بحرانونو په حل کې د نړیوالې ټولنې ماته/ د جبري کډوالو شمېر ۱۲۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی
    د بحرانونو په حل کې د نړیوالې ټولنې ماته/ د جبري کډوالو شمېر ۱۲۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، چې په ټوله نړۍ کې د جبري کډوالو شمېر ۱۲۰ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.

په دغه راپور کې دې ته په اشارې سره چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د جبري کډوالو شمېر مخ په زیاتېدو دی، ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال تر مې میاشتې پورې د جبري کډوالو شمېر ۱۲۰ میلیونو تنو ته لوړېدل، د نویو او بدلېدونکو شخړو او د اوږدمهاله بحرانونو په حل کې، د نړیوالې ټولنې د ناکامۍ ښکارندویي کوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ لخوا چمتو شوي احصایې ښیي چې د نړۍ د بې ځایه شویو نفوس، په نړۍ کې د 11م ترټولو ډېر نفوس لرونکي هېواد یعنې جاپان سره برابر دی.

یو له مهمو عاملونو څخه چې په ټوله نړۍ کې د جبري بې ځایه شویو خلکو په شمېر کې د زیاتوالي لامل شوی، د سوډان، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت او میانمار په ګډون، په څو هېوادونو کې ویجاړونکي نښتې دي: د 2023 په پای کې، شاوخوا 10.8 میلیون سوډانيان په جبري توګه بې ځایه شوي دي.

اوس هم په غزه کې جګړه، په نړۍ کې د جبري کډوالو شمېر زیاتوي.

آنروا (د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره) اټکل کوي چې د تېر کال تر پایه د اسرائیلو د تاوتریخوالي او جرمونو له امله، په غزې تړانګه کې له 1.7 میلیون څخه ډېر خلک (75 سلنه نفوس) بې ځایه شوي دي.

کلیدي کلمې: په نړۍ کې بې ځایه شوي کسان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري، د غزې جګړه، آنروا، د اسرائیلو جنایتونه.

ټیګونه