Jun 15, 2024 16:04 Asia/Kabul
  • د نړۍ اوسنی وضعیت د لوېدیځو هېوادونو د خود غرضۍ او غرور پایله ده

پارس ټوډې - د روسیې ولسمشر د دې په بیان سره چې د نړۍ اوسنی وضعیت د غربي هېوادونو د خود غرضۍ او غرور پایله ده ویلي چې نړۍ د نه ستنېدو نقطې ته رسېدلې ده.

"ولادیمیر پوتین" د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې، پر روسیې باندې د ستراتیژیکې ماتې د تحمیلولو لپاره، د امریکا او د هغې د متحدینو هڅوپه یادونې سره زیاته کړه، چې په هر ډول ممکنه توګه د خپلې امپراتورۍ د ساتلو لپاره، د متحده ایالاتو هڅې به یوازې دا هېواد د ځنډي کولو په لور بوځي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، پوتین په دې تړاو د اوکراین جګړې ته په اشارې سره وویل: دغه کړکېچ، د روسیې او اوکراین د دوو هېوادونو ترمنځ شخړه نه ده، بلکې دغه جنګ د لوېدیځ د تیریګرو سیاستونو نتیجه ده. د ناټو ډیپلوماسي دا ده، چې یو هېواد ملامت او خپل ټول ځواک پر هغه باندې متمرکز کړي.

پوتین زیاته کړه: روسیې هیله درلوده چې د اوکراین شخړه به په سوله ایزه توګه حل شي، خو د مسکو ټول وړاندیزونه رد شول.

د روسیې ولسمشر په دوام کې د هغه راپورونو په ردولو سره چې ګواکې روسیه پر اروپا د حملې اراده لري وویل: دغه ادعا په بشپړه توګه بې اساسه او د وسلو د سیالۍ لپاره توجیه ده، له روسیې څخه خطر اروپا ته نه دی متوجه، بلکې اصلي خطر پخپله امریکا ده.

کلیدي کلمې: د اوکراین جګړه، روسیه او امریکا، ولادیمیر پوتین، اروپا او روسیه

ټیګونه