اروپائي ټرائيکا د سوله ایزو ایټمی خبرواترو په لاره کې خنډونه جوړوي
په آسټریا کې د ایران او روسیې سفیرانودد ایران د سوله ایز ایتمي پروګرام او د ایټمي انرژۍ له ایټمی اژانس سره د اړونده مسئلو په باب سره خبرې وکړې.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي میخائيل اولیانوف په خپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، پرون ئې په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران له سفیر اودایمي استازي محسن نذیری اصل سره د ایران د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو او د ایټمی انرژۍ له نړیوال آژآنس سره په ارتباط کې د دوواړو لورو د خوښې وړ موضوعګانو باندې بحث او دنظر تبادله کړې ده.
د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس واکمنې شورا دوه اونۍ مخکې د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په ضد د اروپائي هیوادونو دغلیمانه اقداماتو په دوام کې داروپآئي ټرائيکا وړاندیزي پریکړه لیک تصویب کړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د ایټمی انرژۍ دنړیوال اژآنس پلټونکو تر اوسه پورې په کرتو د ایران دایټمي تاسیساتو کتنه او څارنه کړې ده او هیڅکله ئې هم داسې کوم مدرک نه دی ترلاسه کړی چې وبریښوي ،د ایران سوله ایز ایټمي پروګرام د پوځي مقصدونو په لور منحرف شوی وي.
د ایران خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره د آژانس په واکمنې شورا غونډې کې د ایراني ضد پریکړه لیک په سخته محکوم کړی او دا ئې ناکاره او د خپلواکه هیوادونو په ضد له نړیوالو ادارو او لارو چارو څخه د ناوړه سیاسی استفادې لپاره دځينو لویدیځي هیوادونو بې ځایه هڅه بللې ده.