د ایران د ولسمشر د شهادت د څلوېښتمې په تړاو د نمانځنې مراسم ترسره شول
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د هغه د ملګرو د شهادت د څلویښتمې په تړاو د نمانځنې مراسم د تهران د امام خمیني (ره) په مصلی کې ترسره شول.
د ایران د شهید ولسمشر د شهادت په اربعین کې د غونډې ګډونوالو، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د شهید سید ابراهیم رئیسي عکسونه په لاس کې لرل، چې د شهید ولسمشر په تړاو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د ستاینې کلمې روباندې لیکل شوې وې.
د خدمت د شهیدانو د شهادت د څلویښتمې د نمانځنې په مراسمو کې د ایران د بېلا بېلو طبقو او ولسونو شتون، د خپلو اولادونو ترڅنګ، ډېر پراخ وو.
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي «زیاد نخاله » په دغه مراسمو کې د دې په بیان سره چې مرحوم ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر شهید حسین امیرعبداللهیان د فلسطین دخلکو د مقاومت لپاره ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي او د سیمې هېوادونه د فلسطین پر وړاندې سره متحد کړل، وویل: دا د سیمې د هېوادونو او د فلسطین د خلکو لپاره یوه بریا ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د اتم ولسمشر سید ابراهیم رئیسي چورلکه، د مې د میاشتې په ۱۹ نیټه د ایران د ختیځ آذربایجان ولایت د ورزقان په سیمه کې، د تبریز ښار ته د قیز قلعهسي بند د پرانیستلو له مراسمو څخه د راستنېدو په حال کې، له حادثې سره مخامخ شوه چې له امله یې د ایران ولسمشر د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان او نورو ملګرو سره یوځای، د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.