د لوېدیځوالو په وړاندې د لیبیا تسلمېدا او د باور کولو پایلې/د ایکس د کاروونکو ټوویټونو ته یوه کتنه
(last modified Wed, 19 Jun 2024 09:53:15 GMT )
Jun 19, 2024 14:23 Asia/Kabul
  • د لوېدیځوالو په وړاندې د لیبیا تسلمېدا او د باور کولو پایلې/د ایکس د کاروونکو ټوویټونو ته یوه کتنه

لیبیا د ۲۰۱۱ میلادي کال له پاڅون وروسته، چي د معمر قذافی د حکومت د نسکورېدو لامل شو، د امریکا او ځینو اروپایي هیوادونو د لاسوهنو په پایله کې په تاوتریخوالو او سیاسي بې ثباتیو کې ښکلېه شوه.

د پارس تودی په دغه مطلب کې ۹ ټاکل شوي ټوییټونه یوه کتنه کوو:

 

ولی د لیبیا خلګ له غربیانو څخه نفرت کوي؟

د ایکس په ټولنیزه شبکه کې «کوین اسکات» Kevin Scott‏ په خپل ټوییټ کې د دغه کرکې لاملونه بیان کړي دي.

هغه لیکي: د غربیانو د شومې مداخلې نه د یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې په تېرېدو سره لاهم لیبیا له بې ثباتی او سیاسي شخړو سره لاس په ګرېوان کې ده، د حیرانوونکې نه ده چي خلګ په سیمه کې له غرب او د هغوی له لاسپوڅو څخه کرکه او نفرت کوي.

د کوین اسکات ټوییټ

 

په لیبیا کې د غربیانو پلان

«کودزای موتیسی» د سیاسي چارو شناند هم په یوه ټوییت کې په لیبیا کې د غربیانو د لاسپوڅو په پلانونو بحث کوي:

په لیبیا کې د غربیانو لاسپوڅي د قذافي د حکومت د نسکوره کولو لپاره د ناټو د مداخلي غوښتونکي شول. دا پلان په ټوله افریقا کې تکراریږي. هغوی د یوه بل افریقایي هیواد د بمبارولو او بایکاټ لپاره له دغو غربي لاسپوڅو څخه کار اخلي. اوس قذافی تللی دی، وایي چي دا لویه تېروتنه وه.

د «کودزای موتیسی» ټوییټ

 

د غرب له لاسوهنو څخه وروسته، په لیبیا کې د مریانو د پلور بازارونه

د ایکس د ټولنیزې رسنۍ یوه بل کارکوونکی   Sudan HODL هم په یوه بل ټوییت کې د غربیانو د لاسوهنو څخه وروسته په لیبیا کې د مریانو د بازارونو د رامینځته کېدو یادونه کوي.

هغه په کنایه کې ولیکل: لیبیا اوس دومره زیاته ډیموکراسي څخه برخمنه ده چي په عامه د مریانو د خرڅولو بازارونه په کښې دي. په افریقا کې د غربیانو لاسوهنې تل زمونږ لپاره هوساینه او ازادی راوړي!!!

دمریانو د بازارونو په هکله توییټ

 

په لیبیا کې د زرو ملکي وګړو وژنه

«آندره بروفی» Andrew Brophy‏ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ټوییټ سره، د غربیانو لاسوهنې یې د زرګونو ملکیانو د مرګ لامل وبلل.

هغه لیکلي: که له اقلیم سره د انسان د ورانوونکی تعامل په لټه کې یاست، همدا اوس لیبیا ته وګورئ، د غربیانو لیونی ډوله لاسوهنې، د زرګونو ملکي وګړو د وژلو لامل شو، شرموونکی او ټکان ورکوونکی دی.

«آندره بروفی» توییټ

 

لیبیا د غربیانو په مداخلې سره پرمختګ نه ده کړې

د ivan_8848 په نامه په ټولنیزو شبکو کې یو کاروونکې د غربیانو د لاسوهنو په پایله کې د لیبیا شاتګ ته اشاره کړې ده.

د هغه په وېنا:  اوس لیبیا ته وګورئ، هیڅ یوه داسي هیواد نه شته چي د غربیانو په لاسوهنو سره پرمختګ کړی وي، حتی یو هیواد.

 د ایوان ټوییت

 

د غربي رسنیو د دروغو تبلیغاتو په وړاندې بېداری

«کریم وفا الحسینی» Karim Wafa-Al Hussaini مورخ، لیکوال او د ټولنیزو رسنیو فعال هم په یوه ټوییت کې د لیبیا د حالاتو په هکله د غربیانو د ناسمو تبلیغاتو په وړاندې د ویښتیا په ضرورت ټینګار کړی دی.

هغه ولیکل: زه حیران یم چي څنګه دا پېښه وشوه. شاید د غربیانو د فوځي لاسوهنو په خاطر؟ ایا لیبیا د ناټو د لاسوهنو د ورانوونکو پایلو یوه بله بېلګه نه ده؟ څوک امپریالیزم دی ؟ د دغو حالاتو د زمینې په برابرولو کې د رسنیو او خبرونو له رول څخه باید غفلت نه وکړو.

«کریم وفا الحسینی» توئیت

 

مرګ او تباهي، په لیبیا کې د غربي قدرتونو د لاسوهنو پایلې

«حسین مسلم» Hussein Muslim ‏ د سیاسي چارو شناند او د ټولنیزو رسنیو فعال په تېرو ۱۲ کلونو کې په لیبیا کې د غربیانو مداخلې، د مرګ او د تباهی لامل بللی دی.

هغه لیکلي: په ۲۰۱۱ میلادي کال کې امریکا او اروپایي اتحادیه لیبیا کې اور بل کړ. نن هم د هغوی ناورین د بیا منظمېدو لپاره یو فرصت دی. هغوی اوس د یوه بشردوستانه ځواب لپاره په چمتو کېدو دي. لیکن حقیقت دا دی چي په تېرو ۱۲ کلونو کې په لیبیا کې د غربیانو مداخلي، د مرګ او د تباهی د دوام اصلي لامل دی.

مسلم حسین

 

د تور براعظم په هکله د غربیانو دروغ

د T'challa.eth په نامه د ایکس یو کاروونکي د لیبیا په شمول د افریقایي هیوادونو په هکله د غربیانو دروغ ته کتلې ده.

هغه لیکلي دي: یوازې په لوړ ږغ سره فکر کوم. غرب ادعا کوي چي افریقا ته مرستې استوې څو له ودې او پراختیا سره کومک وکړي. خو یو کس دې د هغوی د غلاو په هکله باید خبرې وکړي، لیکن غربیانو له مرستې کولو څخه د غلا لپاره د پوښښ په توګه کار اخلي. جنوبي سوډا، کانګو او لیبیا ته وګورئ، ټوله په افریقا کې د غربیانو د مداخلې محصولات دي.

د غربیانو د دروغ په هکله ټوییت

 

امریکا له هر یو هیواد نه زیات د نړۍ سولې او ثبات ته زیان اړولې دی

د Engr. Prince ، په نامه د ټوییټر کاروونکی امریکا یو داسي هیواد بللې چي له ټولو نه زیات نړیوالې سولې او ثبات ته زیان اړولی دی.

هغه لیکلي: امریکا او د هغوی ملګرو دې د افریقا له چارو څخه ځانونه لیري وساتي. افریقا په کافي اندازه لویه شوې ده چي خپل کړکېچونه د غربیانو د لاسوهنو پرته هوار کړي، مونږ ولیده چي امریکا په لیبیا، سوریې، عراق، سوډان او اوس هم اوکراین کې څه وکړه. امریکا د ځمکې په مخ له هر هیواد نه زیات نړیوالې سولې ته زیان اړولی دی.

نړۍ ته د امریکا زیانونو په هکله ټوییټ