په افغانستان کې هرډول سیاسی لاسوهنې د منلو وړ  نه دي
(last modified Thu, 11 Jul 2024 01:49:27 GMT )
Jul 11, 2024 06:19 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې هرډول سیاسی لاسوهنې د منلو وړ  نه دي

د روسیې ولسمشر او د هندوستان لومړي وزیر  په یوې ګډې اعلامیې  کې  دافغانستان پر خپلواکۍ په ټينګار سره  ووئيل،  په دغه هیواد کې هرډول سیاسی لاسهونې دمنلو وړ نه دي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي  په ماسکو له لیدو کتو وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  په افغانستان کې سیاسی مداخلت د منلو وړ نه دی ،  د یوه خپلواکه، متحد  او سوله ایز او له ترهه ګرۍ ،جنګ اونشه ایزو موادو د یوه پاک هیواد په توګه ئې د افغانسان  ملاتړ وکړ.

هندي او روسي مشرانو  په دغې کتنې کې  د یوه خپلواکه او سیاسی مداخلتونو لیرې  د افغانستان ملاتړ  اعلان کړ.

په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ، له هغه افغانستانه چې  له خپلو ګاونډیانو سره په سولې کې وي او د ټولنې دتر ټولو تاوان موندونکي پرګنې  پشمول  د بشری حقوقو ،ازادۍ  او اساسی حقوقو ته  پکې احترام تضمین شي ، ملاتړ کوي.

د روسیې ولسمشر او هندي لومړي وزیر  همدرااز په افغانستان کې  له ترهه  ګرۍ سره  مبارزه  هراړخیزه او اغیزشیندونکې وبلله او د ترهه ګرۍ او نړیوالو  ترهه ګرو ډلو ټپلو په تیره بیا د داعشي جنایتکارو په ضد د  اقداماتو  تود هرکلی وکړ.دواړو لورو  له کومې سیاسی غوښتې پرته  د افغانستان  له ولس س ره د فوری انسان دوستۍ د مرستو دتضمین په ضرورت ټینګار وکړ.