"د اسرائیلو جنګ پالنه د امریکا په ملاتړ سره ده"؛ له ایران څخه د اندونیزیا د علماوو د مجلس ملاتړ
پارس ټوډې – د اندونیزیا د علماوو مجلس، د یوه پیغام په خپرولو سره د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې د صهیونیسټي رژیم حمله وغندله.
د اندونیزیا د علماوو د شورا یوه مخکښ غړي بسودارنوتو عبدالحکیم په اندونیزیا کې د ایران کلتوري څانګې ته په یو پیغام کې، د ایران پر ځینو پوځي مرکزونو د صهیونیسټي رژیم د حملې په غندلو سره ویلي چې اسرائیلو د امریکا په ملاتړ سره نړیواله جګړه پیل کړې ده.
د پیغام متن په لاندې ډول دی:
زه د اندونیزیا د مجلس د علماوو په استازیتوب خپله خواشیني څرګندوم او پر ایران باندې برید غندم. دا کړنې په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دي. اسرائیلو د امریکا په ملاتړ په قصدي توګه نړیواله جګړه پیل کړې او نړیوال سازمانونه باید اجازه ورنه کړي چې دا پېښه رامنځته شي. خدای دې فلسطین او موږ ټول وساتي او د اسرائیلو صهیونزم له منځه یوسي.
صهیونیسټي رژيم د شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۶مه) سهار وختي په پاروونکي اقدام کې، د تهران، خوزستان او ایلام په ولایتونو کې پر پوځي مرکزونو حملې وکړې چې د ایران یوموټی هوايي دفاعي سیسټم د مخنیوي ترڅنګ، په بریالیتوب سره وتوانید چې داسرائیلي رژیم له دغه تیریګر اقدام سره مقابله وکړي.
کلیدي کلمې: ایران او اندونیزیا، د اندونیزیا د علماوو مجلس، د بندیانو پر ضد جنایتونه، پر ایران د اسرائیلو یرغل، فلسطین او ایران