جرمني:
په یهودو باندې د نازیانو د زور زیاتي په خاطر اسرائیلو ته وسلې استوو
د جرمني د خارجه وزارت د شمېرنو له مخې، دغه هیواد په تېرو دریو میاشتو کې ۹۴ میلیون یورو په ارزښت اسرائیلو ته یې وسلې استولي دي.
سره له دې چي په غزې کې د اسرائیلو له خوا په نسل وژنې باندې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي، د جرمني حکومت په تېرو دریو میاشتو کې صهیونیست رژیم ته یې ۹۴ میلیون یورو ورکوي. د پارس تودی له راپور سره سم، دغه معلومات چي د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي، ښودنه کوي چي د جرمني حکومت اسرائیلو ته د وسلو په استولو سره، خپل دغه سیاست نور هم پراخوي.
د جرمني د خارجه وزارت د راپور له مخې، دغه معلومات د دې هیواد د کیڼ پالې ګوند BSW د غوښتنې له مخې خپاره شوي دي، په داسي حال کې چي د جرمني د اقتصادي چارو وزارت د دې شمېر نیمایي یعني د ۵۰ میلیونو په شاخوا اسرائیلو ته د وسلو د صادراتو خبر ورکړی وو.
د استازو او د کورنیو مخالفانو غبرګون
د جرمني د BSW د ګوند استازې سیویم داګلدن د حکومت دغه چلند غیر مسئولانه بللي او اسرائیلو باندې د وسلو د بندولو غوښتونکې شوې ده، هغې ځایي رسنیو ته وویل: اسرائیلو ته د وسلو په استولو سره، د جرمني د خلګو په غوښتنه سترګې پټوي او د وسلو د بندولو پر ځای په غزې او لبنان کې جنګي جنایاتو ته لمنه وهي.
د جرمني حکومت په دې وروستیو کې د نړیوالو قوانینو د رعایتولو په اړه د تل ابیب له وعدې وروسته، اسرائیلو ته یې د وسلو د استولو بهیر له سره پیل کړی دی، له دې مخکې نیکاراګوئه په نړیواله محکمه کې، په جرمني باندې تور ولګول چي د غزې له نسل وژنې سره مرسته کوي، له دغه اقدام څخه وروسته، جرمني اسرائیلو ته د وسلو د استولو بهیر بند کړ.
اسرائیلو ته د وسلو له ورکړې د جرمني د خارجه وزیرې دفاع
د جرمني خارجه وزیرې انالنا بربوک، په دې زمینه کې د حکومت له سیاستونو څخه دفاع وکړه او وویل چي مونږ اسرائیلو ته وسلې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وسلې ورکوو. هغې زیاته کړه چي دا بهیر ته به دوام ورکړي.
جرمني له ډېرې مودې را په دې خوا د اسرائیلو له نژدې ملګرو څخه پاتې شوې او د دې هیواد صدر اعظم اولاف شولتز، د نازیانو د مخینې په خاطر د اسرائیلو امنیت ته د خپل هیواد په ژمنتیا ټینګار کړی دی لیکن د هغه سیاسي مخالفین په دې باور دي چي له نتانیاهو رژیم څخه د جرمني هر اړخزه ملاتړ په نړیواله سویه کې د جرمني اعتبار ګواښي او په نړیواله سویه کې د برلین د یوازیتوب لامل ګرځي.