نتانیاهو لاهم د اسیرانو کورنیو ته پوچې وعدې ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i159066-نتانیاهو_لاهم_د_اسیرانو_کورنیو_ته_پوچې_وعدې_ورکوي
نتانیاهو د صهیونیسټو اسیران د آزادۍ لپاره یوځل بیا د دروغو ژمنه وکړه خو د دغو اسیرانو کورنۍ له حماس سره د بشپړې موافقې او د ټولو اسیرانو د آزادۍ غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-04-14T08:35:48+00:00 )
Apr 14, 2025 13:03 Asia/Kabul
  • نتانیاهو لاهم د اسیرانو کورنیو ته پوچې وعدې ورکوي

نتانیاهو د صهیونیسټو اسیران د آزادۍ لپاره یوځل بیا د دروغو ژمنه وکړه خو د دغو اسیرانو کورنۍ له حماس سره د بشپړې موافقې او د ټولو اسیرانو د آزادۍ غوښتنه وکړه.

پرون (یکشنبه)، د اسراییلو لومړي وزیر، د اسراییلو د بندیانو د چارو له  مشر ګال هیرش سره یوځای، په غزه کې د اسراییلي زنداني ایتان مور له کورنۍ سره ولیدل او هغوی ته یې له حماس سره د خبرو اترو د پروسې په اړه معلومات ورکړل.

د راپور له مخې، نتانیاهو په دغې کتنې کې وویل چې له حماس سره د لسو بندیانو د خوشې کولو لپاره غیر مستقیمې خبرې اترې روانې دي، خو لا هم خبرې اترې بشپړې شوې نه دي. هغه ټینګار وکړ چې اسراییل د ټولو بندیانو بیرته ستنولو ته ژمن دي.

خو د دې غونډې په جریان کې، د بندیانو کورنیو له حماس سره د یوې موافقې ته د رسیدو په اړه په خپل دریځ ټینګار وکړ او په یو وخت کې یې د ټولو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.