بېلا بېلو هېوادونو په ایران د صهیونیستي رژیم برید وغنده.
ارمنستان، مصر، کویټ، ترکیې، هند، پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په رسمي ډول په ایران د صهیونیسټ رژیم برید غندلی.
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر ایران یو اړخیز برید ډېر اندېښمنوونکی دی او زیاته کړې، موږ دا عمل غندو او د دښمنیو د سمدستي درولو او نړیوالو قوانینو ته د ژمنتیا غوښتنه کوو.
په ورته وخت کې مصر هېواد ویلي، د اسرائیلو رژیم لخوا پر ایران نظامي بریدونه د نړیوالو قوانینو نقض دی.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسرائیلو رژیم لخوا پر ایران نظامي بریدونه د سیمې د خطرناک کړکېچ لامل شوي او دا بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض او د نړیوالې سولې لپاره مستقیم ګواښ دی.
دغه راز کویټ هم د صهیونیستي رژیم لخوا پر ایران تجاوز غندلی
د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیستي رژیم لخوا د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې تجاوز په کلکه غندلی او ټینګار یې کړی چې دا برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
کویټ د اسرائیلو برید د ایران د حاکمیت نقض او د سیمې د امنیت لپاره ګواښ بللی او له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امنیت شورا، غوښتي چې د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره اقدام وکړي.
بلخوا ترکیې هم د اسرائیلو لخوا پر ایران برید په کلکه غندلی
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د اسرائیلو رژیم لخوا پر ایران د برید غندنه کړې او له صهیونیستي رژیم یې غوښتي چې سمدستي هغه تهاجمي کړنې بندې کړي چې کولای شي لویو شخړو ته لاره هواره کړي.
هند بیا د اسرائیلو رژیم لخوا پر ایران د بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې
د هند د بهرنیو چارو وزارت له صهیونیستي رژیم او ایران څخه غوښتي چې کړکېچ کم کړي او ویلي یې دي چې بنسټیزې مسلې باید د دیپلوماتیکو لارو حل شي.
په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني خبرو کې د صهیونیستي رژیم لخوا پر ایران تجاوز غندلی دی.