ایراني غالۍ، د عمان د خلکو لومړنی انتخاب
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167388-ایراني_غالۍ_د_عمان_د_خلکو_لومړنی_انتخاب
پارس ټوډې - یوې عمانۍ چارواکې د ایراني هنر په ستایلو سره وویل: موږ په خپلو کورونو کې د ایراني غالیو په لرلو عادت کړی او دا غالۍ د ټولو عمانیانو لومړنی انتخاب دی.
(last modified 2025-11-19T08:22:17+00:00 )
Nov 19, 2025 11:38 Asia/Kabul
  • ایراني غالۍ، د عمان د خلکو لومړنی انتخاب

پارس ټوډې - یوې عمانۍ چارواکې د ایراني هنر په ستایلو سره وویل: موږ په خپلو کورونو کې د ایراني غالیو په لرلو عادت کړی او دا غالۍ د ټولو عمانیانو لومړنی انتخاب دی.

د عمان د اطلاعاتو وزارت د بهرنیو رسنیو عمومي رئیسې «شیخه بنت احمد المحروقیه»  د سه شنبې په ورځ د عمان ملي ورځې د لمانځلو مراسمو په څنډه کې وویل: د ایران هنر په ځانګړې ډول ایراني غالۍ، په عمان کې ډېر ځانګړی ځای لري او زموږ خلک تل عادت لري چې په خپلو کورونو کې له دې غالیو کار واخلي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، دې عماني چارواکې روښانه کړه: په سلطان قابوس جامع جومات کې هم د نړۍ له تر ټولو لویو غالیو یو شته چې د ایراني هنرمندانو له خوا اوبدل شوی دی. دا غالۍ د نړۍ له لویو او ښایسته غالیو څخه ګڼل کېږي.

المحروقیه وویل: ایران زموږ تر ټولو نژدې ګاونډی دی. ایراني توکي په ځانګړې ډول غالۍ، په ټولو عماني بندرونو کې واردېږي.

عمان هر کال د نوامبر ۲۰مه د خپلې ملي ورځې په توګه لمانځي.

د احمد بن سعید بوسعیدي دولت د جوړېدو ۲۸۱مه کلیزه د نوامبر له ۲۰ مې څخه د یوې اونۍ لپاره په دې هېواد کې لمانځل کېږي. ځینې سیاسي چارواکي او د عماني رسنیو کارکوونکي او همدارنګه د بېلابېلو هېوادونو لکه ایران، مصر، اردن، عراق او الجزایر د رسنیو استازي په دې مراسمو کې ګډون لري.