امریکايي قاضي د ټرمپ حکومت د کډوالۍ محدودیتونه وځنډول
په امریکا کې یوه فډرال قاضي د هغو محدودیتونو د پلي کېدو مخه نیولې چې د ټرمپ ادارې له لوري د یو افغان کډوال له خوا د ملي ګارد د یو عسکر له وژل کېدو وروسته لګول شوي وو.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د امریکې فدرال قاضي جان مککانلویلي دي: د ۳۹ هېوادونو پر وګړو لګول شوي محدودیتونه، چې د پناه غوښتنې، د کار جواز او تابعیت غوښتنې بهیر اغېزمنوي، له قانون سره په ټکر کې دي.
د ټرمپ ادارې هغه مهال د کډوالۍ د دوسیو پر څېړلو غور وځنډاوه چې په واشنګټن ډي سي کې یوه افغان پناهغوښتونکي د امریکا د ملي ګارد د یوې سرتېرې پر وژل کېدو تورن شو. په دې پېښه کې یو بل سرتېری ټپي شوی و.
د راپورونو له مخې، شکمن افغان وګړي ته په ۲۰۲۵ کال کې په امریکا کې پناه ورکړل شوې وه. نوموړي تر دې مخکې لس کاله د افغانستان د پخواني حکومت په مهال د امریکا له ملاتړ یوه یوه برخمنه قطعه کې دنده ترسره کړې وه.
پر نوموړي د قتل تور لګول شوی، خو هغه په فدرالي محکمه کې خپل ځان بېګناه بللی دی.