دحضرت امام محمد باقر علیه السلام نیکمرغه زوکړه مو مبارک شه
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو داسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دیوه لمسي او دامامت د آسمان دپنځم ځلانده ستوري حضرت امام محمدباقر علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت له ځانګړي پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
دوستانو د رجب میاشت راورسیده،هغه میاشت چې په هغې کې دپوهې اوعلم په و چې دښتې کې دعلمونو څيرونکي چینه راوخټکیدله او دعلم او معرفت مینه والو ترې خپل ځانونه خړوبه کړل . یوه داسې مبارکه میاشت چې د باقرالعلوم امام دزوکړې ځيری ئې له ځان سره راوړ . داسې میاشت چې پکې له واحد خداي سره دمینې او عشق او دحضرت امام محمد باقرعلیه السلام د زوکړې ورځ له ځان سره لري او د دین او علم لمر د حق پر غوښتونکو انګازې کوي او دوي د شعبان المعظم او د روژې دمبارکې میاشتې دهرکلي لپاره تیاروي . درجب دمبارکې میاشتې ، د بندګۍ او مناجاتو دمیاشتې ، دزړونو له زنګونو دپاکولو دمشاتې او دغه راز دحضرت امام محمد باقر دنیمکرغه زوکړې دکلیزې رارسیدا دې پر تاسو ټولو مبارک وي .
*******************
دوستانو د حضرت امامن باقر علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په شپه، مدینه منورې یوه کراره اوخاموشه شپه درلوده او دامام سجاد علیه السلام کور په نور اورڼا کې ډوب ؤ . یو داسې نور چې په آسمان کې د دیوه معصوم اومنور او نوزیږي څيره وځلیده او په دې توګه ئې دعلم اومعرفت دمینه والو ژوند ئې له خپل برکتناکې او دعلم څيرونکي چین راوخوټيده .. دهغه نوزیږي نامه محمد کیښودل شوه او باقرالعلوم لقب ئې وموند. هماغه چې کلونو کلونو مخکې ئې رسول ا... بزرګوار د هغه زیږیدا اټکل کړې وه او دجابر ابن عبد ا... انصاري په وسیله ې ورته سلام وئيلی ؤ .
دوستانو داسلام دګران پيغمبر دځيري دمصداق نښې نښاڼې راپورته شوې ، او له محمد باقر سره دجابر ابن عبدا... انصاري دلیدو شیبې رانزدې شوي دي ، دجابر په سینې کې سا په تیزو شوي وه . هغه غوښتل د کوثر سورئې د خارجي اوعیني معجزې کتونکی شي ، ځکه پيغمبر اکرم جابر ته ځيری ورکړی ؤ چې ته به ژوندی وې او زما له یوه لمسي سره به وګورې چې د ما په نامې دی او څيره ئې هم دما د مخ په شان او دعلم څيرونکی به وي . پیغمبر اکرم له هغه غوښتي وو چې د هغه بزرګوار سلام ورته ورسوي .
دادی حضرت امام سجاد علیه السلام یوه ماشوم ته غږ وکړ چې ، دلته راشه ، هغه راغی ، او ورته ئې وفرمائيل ، ځه لاړ شه :::
ماشوم بیرته لاړ، جابر دهغه صحت ولید او دتلو چال ته ننداره کوله او وې ویل و دکعبې پر خداي مو قسم ، ټول دپیغمبر اکرم دڅيرې په شان ځلیږي . هغه وخت امام سجاد علیه السلام څخه ئې وپوښتل دا ماشوم څوک دی ؟
وې فرمآئيل ، له ما وروسته امام ،زما زوی محمد باقر ، دی :::
جابر ابن عبدا... انصاري پورته شو او او دامام باقر پښې ئې مچي کړې او وې ویل ، ائ دپيغمبر لمسیه زه تانه قربان شم ، دخپل نیکه پیغمبر اکرم سلام او درود قبول کړه چې پر تائې سلام استولی دی . ::::
دحضرت امام محمد باقر علیه السلام سترګې له اوښکو ډکی شوې او وې فرمائيل ؛ زما پر نیکه پیغمبر اکرم مې سلام او درود وي او پر تا هم ائ جابره ! ترڅو چې مځکه او آسمانونه وي ، چې دهغه بزرګوار سلام دې راورساوه :::::
دوستانو دامام محمد باقر علیه السلام دامامت دوران دامویانو اوعباسیانو ترمینځ له سیاسی کشمکشونو سره په یو وخت ؤ . نو ځکه د امام بزرګوار لپاهر یو کم ساری او مناسب موقعیّت برابر شو څو دحاکمانو له سیاسی دباؤنو لیرې د اصیلاسلامی کلتور او علومو دپراختیا اوخپریدو اهتمام وکړي او په اسلامی نړۍ کې دیوه لوي فکري اوکلتوري بدلون پیلونکی شي . د امام بزرګوار علمي عظمت او دپوهې غوړیدا په نړۍ کې مشهوره شوه ،خو همدغه شهرت لامل شو چې پر هغه بزرګوار دعباسی خلیفه ګانو په تیره بیا دهشام بن عبدالملک په واکوالۍ کې محدودیتونه او سختیانې زیاتې شي . هشام چې یو شتمنۍ غونډونکی ، بخیل اوسنګدل واکمن ؤ او خپلو مامورانو ته ئې حکم ورکړی ؤ څو امام باقر او دهغه زوی جعفر بن محمد شام ته ولیږي . کله امام بزرګوار دشام پلازمینې دمشقته ورسید ، هشام سره له دې چې پخپله ئې هغه بزرګوار احضار کړی ؤ ، دهغه دمقام دسپکاوي لپاره ئې ، درې ورځې امام بزرګوار په یوه نامناسب ځاي کې منتظر وسات .
شام د هشام د واکوالئ په وخت کې،دعالمانو پوهانو او دویناوالو د غونډیدو او روزنې مرکز ؤ.خو هشام ډير چالاک ؤ ښه پوهید،چې که وغواړي له امام سره دعلمي مبارزې له لارې وارد شي ، نو د هغه د دربار یو پوه اومتفکر به هم له امام سره مناظره ونه کړائ شي ،له دې امله ئې فیصله وکړه له بلې لارې ورسره مقابله وکړي چې دهغه له نظره پکې بریالیتوب مسلم ؤ.
پر دې اساس فیصله وشوه د ډزو یوه سیالي ترسره شي او امام بزرګوار په هغې سیالۍ کې برخه واخلي څو په سیالۍ کې د ماتې له امله امام دخلکو په نظر کې وړوکی وبریښوي . په همدې خاطر دخلافت ماڼۍ ته دامام بزرګوار له ورتلو مخکې یو شمیر درباریان اړ شول د ټارګټ یا نښکې د لګولو او معلومولو لپاره لاس په کار شي . امام محمد باقر هغه ځاي ته ورغی او لږ کیښناست .
ناڅاپي هشام امام بزرګوار ته مخ واړوه او وې ویل ، آیا ګروهمن ئې ، د ډزو په سیالۍ کې برخه واخلې . .؟ امام بزرګوار وفرمائيل ؛ زه ،نور بوډا شوی یم او د ډزو دسیالۍ وخت مو تیرشوی دی ، ما پکې مه ګڼه . هشام چې خیال ئې کاوه ، ښه فرصت لاس ته ورغلی دی ، او د دووګامونو په واټن کې د امام محمد باقر علیه السلام ناکامي ویني ، نو ټينګار ئې وکړ او هغه ته ئې قسم ورکړ او په همدې وخت ېئ دبني امیه ؤ یو سپين روبي ته اشاره وکړه چې خپله لینده اوغشی هغه بزرګوار ته ورکړي ..
حضرت امام باقرالعلوم مخکې شو او غشی ئې راواخست او په لیندې کې ئې غشی سم کړ اوټارګټ ئې په نښه کړ او غشی هماغه د هدف په مینځ ولګید .بیا ئې دوهم غشی راواخست او بیا ئې وشړلو چې بیا هم په هماغه نښه ولګید او هغه نښه ئې څيرې کړه . دریم غشی هم د دوهم غشي په ځاي ولګید او دغه شان ئې چې هریو غشی ویشت نو په مخکیني ځاي لګید .
دامام بزرګوار دغه حیرانونکي کار پر موجودو خلکو ډيرې اغیزې وشیندلې او ټولو دهغه بزرګوار ستاینې اوقدرونې ته اړ شول . هشام چې خپلې اندازې ئې غلطې ثابتې شوي وې سخت لالهانده شو او بې اختیاره ئې وویل ،آفرین پرتا اې ابا جعفره، ته دعربو او عجمو د غشو ویشتونکو سرخیل ئې . څرنګه ویلی شو چې بوډا شوی یاست ؟ بیا غلی شو او په فکر کې ډوب شو .
دوستانو داهل بیت علیهم السلام دآثارو او معارفو خپرول دهغه دسیاسی فعالیتونو خنډ نه وو او هغه بزرګوار په هرفرصت کې دبنی امیه ؤ د سپیرو اوبې شرمو کارونو او څيرو څخه دپردې پورته ولو اوایشواکونو ته مخه کوله . امام بزرګوار خپل شیعیان ، داموي غاصب او ظالم حکومت کې د کومې واړې حکومتي څوکۍ له اخستو هم منع کول .
اساسا هغه سختیانې چې هشام او دبنی امیه ؤ نورو ظالمو واکوالانو پر امام او نورو امامانو کولې ،په خلکو کې ئې دخلافت دحاکمیّت د غاصب بللو او دهغو دایشواکونو ښودنه کوله .
دحضرت امام محمد باقرعلیه السلام د دغوټولو سیاسی اوعلمي فعالیتونو ترڅنګ ، په ټولنیزو مسئلو کې هم امام بزرګوار دخپلو شیعیانو یوه لویه بیلګه ؤ ، پخپلو غلامانو کې به ئې په کروندو کې کار کاوه او په سختې تودوخې کې به په خویلو کې ډوب ؤ .
شیخ مفید له امام جعفر صادق علیه السلامه نقل کوي ، محمد بن منکدر ویلی دي ، ګمان مو نه کاوه ، چې علی ابن حسین علیه السلام له ځانه وروسته دځان په شان کوم اولاد ولري ، هغه وخت چې محمد بن علی په شان له شخصیت سره مو ولیدل ، غوښتل مې ، ورته نصیحت وکړم چې هغه راته نصیت وکړ ، خپلو اصحابو ته ئې وفرمائيل ؛ دڅه شي په با درته نصیحت وکړي ؟
محمد بن منکدر وائي ، یوه ورځ دمدینې په شاوخوا کې یوه لور وته روان وم ګرمه هوا چلیدله . دلارې په مینځ کې مو محمد بن علی ولید. له ځآن سره مو وویل ،دقریشو یو لوئ شیخ اوبزرګ په دغه حالت او وخت کې د دنیا په طلب کې بهر راوتلی دی ؟ باید چې ورته څه نصیحت وکړم .
هغه حضرت ته مو سلام وکړ او هغه په داسې حال کې چې په خویلو کې ډوب ؤ زمان دسلام ځواب ئې راکړ او ما ورته وویل ، دتاپه شان بزرګ ولې دومره د دنیا په طلب او غوښتنې پسې شي ؟ که چیرې مرګ درته راشي اوپه دغه حالت کې وې نوبیا به څه کوې ؟
هغه وفرمائيل ؛ په خداي مو قسم ، که په دغه حالت کې مړ شم ، نو دخداي پاک په اطاعت کې به دیوه عبادت په حال کې وم ،ځکه چې ځان مو د تا او دخلکو له احتیاجه بې نیازه کړی دی .کله له مرګه ویریږم نو لکه چې دالهي ګناه اومعصیت په حال کې وم .
ومو ویل ؛پر تادې خداي رحمت وي ، ما غوښتل چې څه وعظ اونصیحت درته وکړم ،خو ماته ته ډير څه رازده کړل .
دحضرت امام محمد باقر علیه السلام د عملي اخلاقو د درس یو مثال ، له ظاهري او وچ تقدس سره دهغه مخالفت ؤ . هغه بزرګوار دعلم په مقام کې،دهغو له نظر سره چې ګمان ئې کاوه ، ددنیاوي نعمتونو پریښودونکي او د اسلامی اخلاقو اوظاهري زهد لرونکي دي ، مقابله کوله .
حکم بن عییبه وائي ، یوه ورځ دامام باقر علیه السلام خدمت ته ورغلم او هغه په یوې ښکلي او آرام بخښونکي کوټې کې ناست ؤ ، دهغه دکوټې دښکلا او منظم شونې په نندارې شوم چې هغه بزرګوار راته وویل ، دکوټې دوضعیَت په باب څه فکر کوي .؟ نو ومو ویل ، اوس چې تاسو په داسې ښکلي او برابر ځاي کې ناست یاست ،نوزه څه ویلی شم ، خو په مونږ کې دغه شان کار جالب نه دی . امام بزرګوار په ځواب کې د دقرآن کریم د اعراف سورې د ۳۲آیت یوه برخه تلاؤت کړه او وې فرمائيل ؛ هغه ښکلاوې چې خدا دخلکو لپاره جایزې کړي دي او دهغه حلالې شپې ورځې چا حرامې کړي دي ؟، بیا ئې وفرمائيل ؛ ائ حکمه ! دا چې ویني ، هماغه برخه ده چې خداي پر خلکو حلاله کړې ده ، او داکوټه ، د ما دماندنې کوټه ده . چې له خپل مهر څخه ئې ښکلې کړې ده ، خو زما کوټه همغه کوټه ده چې مخکې دې لیدلې ده ::::
دوستانو دحضرت امام محمد باقر علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت مبارکۍ په ویلو سره، دهغه بزرګوار پر پاک روح درود اوسلام استوو چې دغه شان الهي اودیني علوم ئې دحق غواړو لپاره ډالۍ کړي اود دین د اصلي اوسمې لیدتوګې په بیانولو سره ئې دمعرفت ، پوهې او علم ښکلي ځلاګانې انځور کړي او له ساحله لیرې پراته انسانان ئې دحقیقت له سوچه اوپاکو اوبو خبر کړي دي . هغه چې دعلم اوپوهې ټکي ئې دقرآن اوسنت له ګل بڼه دحق غواړو پر زړونو ډالۍ کړي ، څو هماغه شان دآل محمد د باقرالعلوم په توګه د پیړیو پر تورتم اوتیارو کې په لاولوناک ډول وځلیږي.
(سیماب)
***********************************************