امریکااولویدیځوال غواړی دافراط پالنې له لارې اسلام اومسلمانان منزوی کړی
دپآکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری پرون ناوخته په اسلام اباد کې دافغانستان دسرپل ولایت په میرزااولنګ سیمط او دعربستان په ختیځ کې په العوامیه سیمې کې د اهل تشیعّ دعامو وژلو په وړاندې د بشری حقوقو د ادارې پشول دنړیوالو په چپتیا اوبې پروائۍ په سختو نیوکو سره ووئیل ، لویدیځوال غواړی دافرا ط پال تفکر له لارې اسلام او مسلمانان منزوی کړی او خپلې سپیرې موخې تعقیب کړی .
دسحر ا ردو ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ،هغه زیاته کړې ، دعربستان په ختیځ قطیف کې په العوامیه سیمې کې دآل سعود رژیم امنیتی ماموران دشعیانو عامه وژله کوی او د دغه هیواد ګوداګۍ اوتالی څټی تکفیری ترهه ګرې ډلې په افغانستان کې شیعیان په بوږنونکی ډول وژنی او دا تکفیریان داسې ناخوښ اوځیږ عناصر دی چې باید زر ترزره ئې جرړه وچه شی .
دآل سعود رژیم په همداوروستیو څو میاشتو کې دالعوامیه شیعه میشتې سیمې په کلابندولو سره په لسګونو مظلوم خلک شهیدان کړی او په سلګونو نور ئې نیولی دی او دغه راز دافغانستان په سرپل ولایت کې په میرزا اولنګ سیمې کې په یوه بل جنایت کې د دغه سپیره رژیم ګوډاګیانو تکفیری ترهه ګرو یعنی طالبانو اوداعشیانو په مشترکه جنایت کې په روانې اونۍ کې په بوږنونکی جنایت کې څه دپاسه شپیته شیعیان چې ښځې اوماشومان هم پکې ترسترګو کیدل په بوږنونکی ډول قتل عام کړی دی . علامه راجه ناصر عباس دغه راز ټینګار کړی ، آل سعود رژیم د ترهه ګرۍ یو واقعی ملاتړی دی او امریکا د یوه عامل په توګه له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې ملاتړ کوی او په نړۍ کې د دناکراریو اوبې ثباتیو لامل شوی دی .