د حسیني عاشورا په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i57073-د_حسیني_عاشورا_په_مناسبت_زمونږ_تسلیت_ومنئ
نن د حسیني عاشورا په ورځ ټول اسلامي ایران د امام حسین علیه السلام په شهادت ویرجن دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2017 11:29 Asia/Kabul
  • د حسیني عاشورا په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ

نن د حسیني عاشورا په ورځ ټول اسلامي ایران د امام حسین علیه السلام په شهادت ویرجن دی.

نن د محرم الحرام د میاشتې لسمه نیټه د مسلمانانو د دریم معصوم امام، د شهیدانو د سالار او د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د خوږ لمسي حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو د شهادت کلیزه ده.

د عاشورا ورځ د شیعه مسلمانانو لپاره د امام حسین علیه السلام د هغه رښتوني پاڅون په معنا ده چې په ۶۱ هجري قمري کال کښې وشه او ابا عبدا... الحسین علیه السلام سره د خپلو ۷۲ ملګرو شهید کړی شو.

د امام حسین علیه السلام د پاڅون هدف، د دین احیا او ژوندي کول وو.

مونږ د تهران راډیو چلونکي هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو، د رسول ا... (ص) د کورنۍ مینه والو او خپلو ګرانو اوریدونکو ته حسیني عاشورا په مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.