ناټو بایدپه افغانستان کښې نشه ایزو موادو ته پام وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60529-ناټو_بایدپه_افغانستان_کښې_نشه_ایزو_موادو_ته_پام_وکړی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په افغانستان کښې له نشه ایزو توکو سره د مبارزې او د ناټو لخوا په دغه هیواد کښې د نشه ایزو موادو د جرړه دایستلو لپاره ډله ایزو کړچارونو ته د پام غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 05, 2017 05:23 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو قاچاق په امریکا کښې دځینو کسانو لپاره د میلیارډونو ډالرو د عاید د ترلاسه کولو په سرچینې بدل شوی دی .
    په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو قاچاق په امریکا کښې دځینو کسانو لپاره د میلیارډونو ډالرو د عاید د ترلاسه کولو په سرچینې بدل شوی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په افغانستان کښې له نشه ایزو توکو سره د مبارزې او د ناټو لخوا په دغه هیواد کښې د نشه ایزو موادو د جرړه دایستلو لپاره ډله ایزو کړچارونو ته د پام غوښتنه وکړه .

لاوروف  پرون په ماسکو کښې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په نړیوال کانفرنس کښې وویل هیله من  یوو چې ناټو د کابل د حکومت په ملګرتیا سره په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو تولید چې ډیر پراخ شوی دی کم کړی .

د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل له بده مرغه د ملګروملتونو  نشه ایزو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې  نوی شمیرنې ددې ښودنه کوی چې په افغانستان کښې دنشه ایزو مواد تولید ډیر زیات شوی دی .

د روسیې چارواکو له دې مخکې هم په ځلونو له نشه ایزو موادو سره دمبارزې موضوع ته دامریکا او دناټو په بې پامۍ نیوکه کړی ده .

دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی هم پرون په ماسکو کښې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په غونډې کښې په افغانستان باندې د یرغل لپاره د لویدیځو هیوادونو د ادعا وړ هدفونه دروغ وبلل او ویې ویل په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو له شتون وروسته په دغه هیواد کښې دنشه ایزو موادو تولید پینځه څلویښت(۴۵) فیصده زیات شوی دی .

په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو قاچاق په امریکا کښې دځینو کسانو لپاره د میلیارډونو ډالرو د عاید د ترلاسه کولو په سرچینې بدل شوی دی .

امریکا په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې او په افغانستان کښې دامنیت د تامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ خو له هغه وخت راهسې په افغانستان کښې  ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو مواد تولید بیخی زیات شوی دی .