ناټو بایدپه افغانستان کښې نشه ایزو موادو ته پام وکړی
-
په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو قاچاق په امریکا کښې دځینو کسانو لپاره د میلیارډونو ډالرو د عاید د ترلاسه کولو په سرچینې بدل شوی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په افغانستان کښې له نشه ایزو توکو سره د مبارزې او د ناټو لخوا په دغه هیواد کښې د نشه ایزو موادو د جرړه دایستلو لپاره ډله ایزو کړچارونو ته د پام غوښتنه وکړه .
لاوروف پرون په ماسکو کښې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په نړیوال کانفرنس کښې وویل هیله من یوو چې ناټو د کابل د حکومت په ملګرتیا سره په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو تولید چې ډیر پراخ شوی دی کم کړی .
د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل له بده مرغه د ملګروملتونو نشه ایزو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې نوی شمیرنې ددې ښودنه کوی چې په افغانستان کښې دنشه ایزو مواد تولید ډیر زیات شوی دی .
د روسیې چارواکو له دې مخکې هم په ځلونو له نشه ایزو موادو سره دمبارزې موضوع ته دامریکا او دناټو په بې پامۍ نیوکه کړی ده .
دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی هم پرون په ماسکو کښې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په غونډې کښې په افغانستان باندې د یرغل لپاره د لویدیځو هیوادونو د ادعا وړ هدفونه دروغ وبلل او ویې ویل په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو له شتون وروسته په دغه هیواد کښې دنشه ایزو موادو تولید پینځه څلویښت(۴۵) فیصده زیات شوی دی .
په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو قاچاق په امریکا کښې دځینو کسانو لپاره د میلیارډونو ډالرو د عاید د ترلاسه کولو په سرچینې بدل شوی دی .
امریکا په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې او په افغانستان کښې دامنیت د تامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ خو له هغه وخت راهسې په افغانستان کښې ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو مواد تولید بیخی زیات شوی دی .