د سعودی عربستان ولیعهد دوکه باز وبلل شو
-
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون په عربستان کښې د دوکه ورکونکي ولیعهد په نوم مقالې کښې ښځو ته د ګاډود چلولو د اجازې د ورکولو ، دسینما د خلاصولو او له مالي فساد سره د مبارزې د ادعا په شمول د محمد بن سلمان اقداماتوته په اشارې سره ولیکل که چیرې دعربستان ولیعهد مح
زمونږ خبریال وایی «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان اقداماتو ته په اشارې سره ډاګینه کړه د خلکو په وړاندې د عربستان ددغه شاهزاده کړچار له دوکې ډک دی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون په عربستان کښې د دوکه ورکونکی ولیعهد په نوم مقالې کښې ښځو ته د ګاډود چلولو د اجازې د ورکولو ، دسینما د خلاصولو او له مالی فساد سره د مبارزې د ادعا په شمول د محمد بن سلمان اقداماتوته په اشارې سره ولیکل که چیرې دعربستان ولیعهد محمد بن سلمان په حقیقی ډول ګروهنه لرلی چې خپل ځان یو(۱) مورډن مشر وښی نو باید د زندانونو دروازې یې خلاصولای او د بیلګې په توګه به یې ویبلاګ لیونکی رائف بدوی چې دبیان د ازادۍ په جرم لس(۱۰)کاله په بند محکوم شوی دی خوشی کاوه .
د واشنګټن پوسټ مقالې ورپسې له مالی فساد سره په مبارزې کښې د محمد بن سلمان ادعا ته اشاره کړی ده او لیکلی یې دی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په هیواد کښې د بودجې سپمه ته په پام سره په فرانسې کښې د درې سوه(۳۰۰) میلیونه ډالرو په ارزښت یوه(۱) ماڼۍ(ودانۍ) اخیستی ده او څه موده مخکې یې هم د ځان لپاره د پینځه سوه پنځوس(۵۵۰) میلیونو ډالرو په ارزښت یوه کشتۍ اخیستی وه .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه راز په ریاض کښې په یوه(۱) پینځه ستوری (Five Star)هوټل کښې د سعودی عربستان د یوسل نهو پنځوس(۱۵۹) شتمنو تاجرانو، شاهزادګانو او چارواکو نیول کیدا ته په اشارې سره وویل ولیعهد محمد بن سلمان کوشش کوی دغه نیول شوی کسان مجبور کړی د لسګونو میلیارډه ډالرو په ورکولوسره ځانونه له محاکمه کیدا بچ کړی .