هندوستان کشمیریانو پرضد خپلو ځپونکیو سیاستونو ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65971-هندوستان_کشمیریانو_پرضد_خپلو_ځپونکیو_سیاستونو_ته_دوام_ورکوی
هندوستان کلونه کیږی چی د زرګونو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره یې د کشمیر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی او په دریو لسیزو کې یې اته شپیته زره کساتن وژلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2018 11:53 Asia/Kabul
  • هندوستان کشمیریانو پرضد خپلو ځپونکیو سیاستونو ته دوام ورکوی

هندوستان کلونه کیږی چی د زرګونو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره یې د کشمیر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی او په دریو لسیزو کې یې اته شپیته زره کساتن وژلی دی

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د کشمیر د حریت کانفرنس مشرانو سید علی شاه ګیلانی ، محمد یاسین ملک او میر واعظ عمر فاروق  ټینګار وکړ د هند دولت د دباو او زور د اعمالولو له لارې غواړی چی د کشمیر خلک وځپی .

د حریت کانفرنس دغو مشرانو زیاته کړه د نوی ډیلی حکومت د هند تر کنټرول لاندې د کشسمیر جیلونه د شکنجې په مرکزونو بدل کړی دی .

سید علیشاه ګیلانی د کشمیریانو د ځپونکیو او تاوتریخوالی سیاست د بندولو په ترڅ کی د دغو سیاستونو په هکله د هندوستان حکومت ته خبردارې ورکړ .

هندوستان کلونه کیږی چی د زرګونو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره یې  د کشمیر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی  او په دریو لسیزو کې یې اته شپیته زره کساتن وژلی دی . د کشمیر خلک د دغې سیمې د وضعیت د ټاکلو لپاره د ټول پوښتنې د ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکی دی .