آسماني وږمې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71500-آسماني_وږمې
د رمضان میاشتې یوه مهمه ځانګړنه ،د اسلام د ګران پیغمبر پر پاک او نوراني زړه د قران کریم نازلیدا ده.قرآن یوازې یو سپیڅلی آسماني کتاب نه دی،بلکې د ځان د رغاونې کتاب دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 06:53 Asia/Kabul
  • آسماني وږمې

د رمضان میاشتې یوه مهمه ځانګړنه ،د اسلام د ګران پیغمبر پر پاک او نوراني زړه د قران کریم نازلیدا ده.قرآن یوازې یو سپیڅلی آسماني کتاب نه دی،بلکې د ځان د رغاونې کتاب دی

=== خوږو دوستانو!د روژې مبارکه میاشت رارسیدلي ،د ځان جوړوني،عبادت،بندګي او د معنویت میاشت،چې په دې مناسبت درته مبارکۍ وړاندې کوو او د مهربان څښتن شکر او مننه کوو چې یو ځل بیا مو دغه مبارک میاشت درک کړي او د خدای د ولیانو تر څنګ یې د خپلې میلمستیا توفیق رابخښلی .د رمضان میاشتې یوه مهمه ځانګړنه ،د اسلام د ګران پیغمبر پر پاک او نوراني زړه د قران کریم نازلیدا ده.قرآن یوازې یو سپیڅلی آسماني کتاب نه دی،بلکې د ځان د رغاونې کتاب دی. داسې کتاب چې له مخې یې د خپل مادي او معنوي ژوند او درستې اعتقادي کرښې معلومولی شو.د داسې برخلیک جوړونکي اقدام د پرځایښت اړتیا،د قران د پیغامونو پیژندنه ده.قران مجید په دې لړ کښې ګڼ شمیر مخاطبان لري .کله د یا ایها الناس یعني ای خلکو په عبارت سره ټول انسانان مخاطب ګرځوي .کله د یا اهل الکتاب یعني ای د آسماني کتابونو درلودونکو لکه یهودیان او نصرانیان خپل مخاطبان معرفي کوي؛خو د قران اصلي مخاطبان هغه کسان دي چې پر خدای او د هغه پر پیغمبرانو یې ایمان راوړی دی او قران پاک داسې کسان د یا ایها الذین آمنو (ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی)په عبارت سره خپل مخاطبان ګرځوي .هماغه کسان چې قران یې په هکله د آل عمران سورې په ۱۱۰ م آیت کښې فرمائي:کنتم خیر امه اخرجت للناس،(تاسو هغه غوره خلک یې چې د بشري ټولنې لپاره پنځول شوی او ورته ارزښتونو ته د پایبندي امر کوئ او له ارزښت ضده کارونو یې منع کوئ او پر خدای مو ایمان راوړی دی.

--- د قران پاک د ال عمران سورې د ۱۱۰ م آیت پر اساس،مومنان باید په درستو زمینو په تیره بیا پر ښیګڼو،پاکیو او الهي او انساني ارزښتونو په عمل کښې د نورو لپاره بیلګه واوسي او له ارزښتي ضده کړچار او وینا ډډه وکړي .قرآن مجید د بقرې سورې  د  ۱۴۳ م آیت  په یوه برخه کښې دغه مهمه او مسئولیت منونکي ځانګړنه په ګوته کوي او فرمایي: او په دې ډول مو تاسو بیلګه او مینځلارې امت وګرځولی څو پر خلکو ګواه واوسئ ...... د قرآن عظیم الشان له دغو دوو آیتونو ښه پوهیدلای شو چې د مومنانو پر اوږو د پیغام رسولو او بیلګه ګرځیدلو دروند پیټی کیښودل شوی او قران ځنې ځانګړي تمه لري .ځکه چې هم باید د نورو لپاره غوره بیلګه واوسي او هم د بشري ټولنې پر کړچار ګواه واوسي . دغه دروند مسئولیت به یوازې هاله پرځایښت ومومي چې د ایمان خاوندان پر قران په عمل کولو کښې تر نورو مخکښې شي،ګني د قران د بقرې سورې د ۴۴ م آیت مصداق به وګرځي چې فرمایي:آیا خلکو ته د نیکیو او ښیګڼو امر کوئ خو په خپله خپل مسئولیت هیروي.دا هماغه تشه او خلا ده چې نن سبا په اسلامي نړۍ کښې احساسیږي .     

=== حاضر دمه د قرانی فعالیتونو په زمینه کښې پراخه هڅې ترسره کیږي ،د قران پاک پرتمین نندارتونونه او د تلاوت له احساسه ډکې پریمانه  سیالۍ ترسره کیږي،قران مجید په ډیرو ښایسته بڼو کښې چاپیږي  او خلکو ته وړاندې کیږي خو د قرآن پر حکمونو د عمل کولو نښه دومره نه ترسترګو کیږي چې د نازلیدا اصلي موخه یې پر حکمونو عمل کول دي .د دغه اصلي ستونزې د هوارولو یوزینۍ لاره دا ده چې د قرآن  پر ظاهر  سربیره باید باطن  او روح ته یې هم پاملرنه وشي .باید د قران ژورو مفهومونو په درک کولو سره پیغامونو او تعلیماتو ته یې عیني او عملي پرځایښت وبخښل شي .بې له شکه په دې زمینه کښې د مومنانو دنده تر نورو درنه ده  ځکه خو قران کریم تر هغو زیات همدغه مومنان خپل مخاطب ګرځولي دي.په دې خاطر چې هغوئ د ایمان ادعا لري  او باید پر قران د عمل کولو په ډګر کښې هم مخکښ واوسي او د قران په وینا،نه یوازې د اسلامي ټولنې بلکې د درستې بشري ټولنې بیلګه واوسي .یوازې په دې بڼه کښې به د ټولنې پر فضا د قران ژوندبخښونکی سوچه کلتور واکمن شي . 

په پای کښې باید عرض وکړو چې د روژې په مبارکه میاشت کښې د خدای په فضل او کرم  هره ورځ روژه د خدای میلمستیا د پروګرامونو لړۍ  له یوې برخې سره ستاسو کوربانه یوو او د قرآن مجید هغو آیتونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې د یا ایهالذین آمنوا په عبارت سره پیلیږي او مهربان خدای مومنانو ته په خطاب کښې په دغو آیتونو کښې  په درستو زمینو کښې د مومنانو دندې  روښانه او معلومې کړي .