دحسینی تاسوعا او عاشورا دشپوورځو په مناسبت ټولو ته تسلیّت وایو
(last modified Wed, 19 Sep 2018 09:05:55 GMT )
Sep 19, 2018 13:35 Asia/Kabul
  • دحسینی تاسوعا او عاشورا دشپوورځو په مناسبت ټولو ته تسلیّت وایو

دتهران ریډیو درست کارکونکی په دې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیبت وایو.

نن د حسینی تاسو ورځ ده او په درستې نړۍ کې  دمحرم دمیاشتې نهمه ورځ  له حضرت ابوالفضل العباس سره منصوبیږی او د کربلا دحماسې د بیرغوال  حضرت عباس علمدار علیه السلام   دشهادت او سیرت په مناسبت حسینی عاشقان  دغه  ورځ لمانځی  او د کربلا د حماسې  دشهیدانو درنښت  کوی  او په دې مناسبت  واټونو ته راوځی او یا حسین یاحسین  او یا عباس  یا زینب چغې پورته کوی .

راپورښئ په درستې نړۍ  په تیره  بیا اسلامی ایران ،افغانستان ،پاکستان او هندوستان پشمول په  اسلامی او اروپائی هیوادونو کې دغه ورځ په ډیر پرتم سره لمانځل کیږی .

 

د کربلا له غمجنې پیښې او د امام حسین او د هغه د وفادارو ملګرو له شهادته د پیړیو پیړیو د تیریدو سره سره نه یوازې د دغې پیښې اهمیت او موقعیت کم شوی نه دی بلکې هر څومره چې وخت تیریږی دومره د حسینی عاشورا پیغام لا پراخیږی او د عزادارۍ دستورې په لازیاتې ولولې او پوهې سره ترسره کیږی.

دتهران ریډیو درست کارکونکی  په دې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیبت وایو.

 

ټیګونه