په درست ایران کې دشام غریبان دستورې په پرتم سره ترسره شوي
حضرت زینب کبرا عقل او پوهه ، له خپل نیکه حضرت محمد مصطفی ، شجاعت له خپل پلار حضرت امام علی ، صبر له خپل ورور حضرت امام حسن او عزت له سید الشهدا حضرت امام حسین علیهم السلام څخه په میراث کې درلودل ، نو ځکه هغه بزرګواره د خپل ورور حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام سره ډیر ورته والی درلود.
زمونږخبریال راپور راکړ دکربلا دحماسی پاڅون دشهیدانو په یاد کې او د آل ا... په ویر او ماتم کې په درست اسلامی ایران کې د ویر او ماتم دستورې جوړې شوې او په دې مناسبت په امام خمینی امامباړې کې هم د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په شتون کې په زرګونو عزادارانو داهل بیت علیهم السلام په عشق او مینې کې شام غریبان دستورې ولمانځلې او له آل ا... سره خپله مینه نندارې ته وړاندې کړه .
په دغو دستورو کې حجةالاسلام عالی ددې خبرې په کولو سره چې خداوندمتعال مومنان په مصیبتونو سره آزموئی ، ووئیل په مصیبتونو او غمونو کې ډیر زیات حکمتونه موجود وی ، چې په هغو کې خوره مهم دانسان تواضع او وده ده . . دوی همداراز دعاشورا په ورځ او له دې وروسته د عقیله بنی هاشم حضرت زینب کبری سلام ا.. علیها حماسه پنځونو ته په اشارې سره ووئیل حضرت زینب کبرا عقل او پوهه ، له خپل نیکه حضرت محمد مصطفی ، شجاعت له خپل پلار حضرت امام علی ، صبر له خپل ورور حضرت امام حسن او عزت له سید الشهدا حضرت امام حسین علیهم السلام څخه په میراث کې درلودل ، نو ځکه هغه بزرګواره د خپل ورور حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام سره ډیر ورته والی درلود.
د تهران ریډیو درست کارکونکی هم د آل ا.... دویر او ماتم او د کربلا دحماسې دپنځونکو په یاد کې د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته تسلیّت وائی .