د پاکستان پرضد دسرجیکل برید ضرورت شته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76717-د_پاکستان_پرضد_دسرجیکل_برید_ضرورت_شته
زمونږ خبریال وایی د هندوستان د پوځ مشر بپن راوت(General Bipin Rawat) وویل د پاکستان پرضد دیوې بلې حملې ضرورت شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2018 10:19 Asia/Kabul
  • هند له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان پرضد ډول ډول تورونه لګوي او وايي چې پاکستان د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړی هیواد دی .
    هند له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان پرضد ډول ډول تورونه لګوي او وايي چې پاکستان د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړی هیواد دی .

زمونږ خبریال وایی د هندوستان د پوځ مشر بپن راوت(General Bipin Rawat) وویل د پاکستان پرضد دیوې بلې حملې ضرورت شته .

هغه وویل پاکستان او هند دوه (۲)ګاونډی هیوادونه دی او مونږ په سیمه کښې امنیت غواړو او که چیرې پاکستان په سیمه کښې امنیت غواړی نو باید نور ډیر اقدامات ترسره کړی .

د هندوستان د پوځ مشر بپن راوت وویل که چیرې  پاکستان د ترهګرو پرضد اقدامات نه کوی نو په سیمه کښې امنیت نه ټینګیږی .

هغه وویل د ترهګرو د سرپرستۍ کولو په وجه د پاکستان پرضد د یوې سرجیکل  حملې ضرورت شته او دغه کار به زر ترسره شی .

Image Caption

 

هند له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان پرضد ډول ډول تورونه لګوی او وایی چې پاکستان د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی هیواد دی خو اسلام اباد د نوی ډیلی تورونه په کلکه ردوی .