کشمیر کښې پراخ کاربندیز روان دی
Sep 29, 2018 04:21 Asia/Kabul
د هندوستان ترکنټرول لاندې جمو او کشمیر سیمې خلکو د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ په عملیاتو کښې د یو ملکي وګړي په وژل کیدو باندې اعتراض کښې کاربندیز کړی دی.
په سرینګر ښآر کښې د هندي پوځیانو د تلاشۍ په عملیاتو کښې د ۲۶ کلن کشمیري ځوان (سالم مالک) له وژل کیدو وروسته د جمو او کشمیر روزنیزو مرکزونو، دکانونو او د عمومي تګ راتګ وسائلو پرون د خدماتو له ورکړې ډډه وکړه.
سالم مالک د خپلو پسونو او ګډو د رمې د څرولو لپاره له کوره وتلی و چې د هندوستان د امنیتي ځواکونو د ډزو ښکار شو.
کلونه وشول چې هندوستان د خپلو زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ډیرې سیمې نیولې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې لسګونه زره کشمیریان وژلي دي.
ټیګونه