اروپایی اتحادیې د افغانستان دانتخاباتو هرکلی وکړ
-
دا لومړی(۱)ځل دی چې دافغانستان پوځیان او پولیس وتوانیدل د ناټو د ځواکونو له ملګرتیا پرته د انتخاباتو امنیت تامین کړي .
زمونږخبریال وایی اروپایی اتحادیې په یوې(۱) بیانیې کښې وویل دافغانستان خلکو د پارلمان په انتخاباتو کښې په ګډون سره وښودله چې د دوې دامنیت پرضد ګواښونه دوې د راتلونکی لپاره د سولې او ډیموکراسۍ له انتخابولو نشی منع کولای .
اروپایی اتحادیې په یوې بیانیې چې نن خپره شوه دافغانستان د انتخاباتو د پلانونې په ارتباط چیلنجونو او اړونده پیښو ته په اشارې سره د رایو په مرکزونو کښې د ښځو په شمول د رایو ورکولو د زیات ګډون قدرونه وکړه .
اروپایی اتحادیې دافغانستان د انتخاباتو د ارګانونو د دندو د دوام او د انتخاباتو له قوانینو سره سم هرډول شکایت ته په شفاف او منصفانه ځواب ورکولو ټینګار وکړ .
اروپایی اتحادیې دغه راز د هغو کسانو چې دافغانستان له انتخاباتو مخکې او د انتخاباتو په ورځ وژل شوی وو له کورنیو سره خواخوږی اعلان کړه .
بل خبردا چې په ترکیې د افغانستان پخوانی سفیر امان الله جیحون د هیواد دپارلمان د انتخاباتو بهیر مثبت او دخارجی عسکرو له لاسوهنې پرته وباله .
هغه وویل دا لومړی(۱)ځل دی چې دافغانستان پوځیان او پولیس وتوانیدل د ناټو د ځواکونو له ملګرتیا پرته د انتخاباتو امنیت تامین کړی .
خو دحزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار په شمول ډیرو افغان سیاسی شخصیتونو او سیاسی ګوندونو د پارلمان دانتخاباتو په بهیر کښې فنی مشکلاتو ته په اشارې سره دغه انتخابات ناکامه وبلل .