فرانسې،جرمنی او انګلستان هم دعربستان پرچاواکو ټکونه وکړل
خپلواکه نړیوالې خبری سرچینې و ائی درست شواهد اوسندونه ښئ چې دسعودی ولی عهد محمد بن سلمان سره نزدې پنځلس کسان چې دهغه په حکم د ترکیې استانبول ته لیږدول شوی وو ، د جمال خاشقجی دقتل عاملان دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون بیګا د عربستان له پاچاملک سلمان سره په ټیلیفونی تماس کې پر آل سعود رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې د دورسیې په باب داندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی ، پاریس به له خپلو شریکانو سره په غږملتیا سره د جمال خاشقجی دوژلې د مسئولانو په ضد کوټلی اقدامات وکړی .
دفرانسې ولسمشر د دغه خبریال په وژلې د خواشینۍ په ښودلو سره د هغه د وژل کیدا دجزیاتو د بشپړ مشخص کیدا غوښتنه هم کړې .
له دې سره سم یو بل راپور ښئ انګریز لومړۍ وزیرې ترزامی هم پرون ناوخته د عربستان له پاچا سره په ټیلیفونی خبرو کې دجمال خاشقجی د وژلې په باب د دغه هیواد دځواب وئینې پر ضرورت په ټینګار سره وئیلی دی ، په دې زمینې کې دعربستان پر روایت باؤر نشی کیدلی او لازمه ده سملاسی دې مشخصه شی ، چې دقیقا څه پیښ شوی دی . د انګلستان لومړۍ وزیرې پر عربستان غږ کړی ، څو دترکیې له حکومت سره دې ملګرتیا وکړی او په ترلاسه شوو نتیجو اعلان کولو کې دې شفاف عمل وکړی . انګریز لومړۍ وزیرې همداراز وئیلی دوی د جمال خاشقجی په وژلې کې شکمن د ټولو کسانو انګلستان ته په ورتلو بندیز لګولی او که د دغو کسانو لپاره ویزا صادره شوی هم وی نو باطله به وګڼل شی .
همداراز دجرمنی صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل هم د دغې پیښې په اړه د عربستان د چارواکو وروستی ادعاګانې چټی او بې اعتباره بللی او وئیلی ئې باید په نړیواله سویه ئې خپلواکه څیړنې وشی .
خپلواکه نړیوالې خبری سرچینې و ائی درست شواهد اوسندونه ښئ چې دسعودی ولی عهد محمد بن سلمان سره نزدې پنځلس کسان چې دهغه په حکم د ترکیې استانبول ته لیږدول شوی وو ، د جمال خاشقجی دقتل عاملان دی . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم وړمه ورځ په پارلیمان کې پخپلې وینا کې ټینګار کړی ، نښې نښانې ښئ چې جمال خاشقجی په ډیر بې رحمۍ او په مخکې پلان شوی دسیسې کې په بوږنونکی ډول وژل شوی دی.