هندي پوځیانو دوه نور کشمیریان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77636-هندي_پوځیانو_دوه_نور_کشمیریان_ووژل
د هندوستان پوځي ځواکونو د کشمیریانو خلاف په خپلو نویو حملو کښې دوه کشمیریان په ډزو ووژل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2018 04:23 Asia/Kabul
  • هندي پوځیانو دوه نور کشمیریان ووژل

د هندوستان پوځي ځواکونو د کشمیریانو خلاف په خپلو نویو حملو کښې دوه کشمیریان په ډزو ووژل.

د ایسوشیئیټډ پریس د رپورټ له مخې د هندوستان پوځي ځواکونو دغه دوه کشمیریان پرون په سوپور سیمه کښې یو کلي باندې په حملې سره وژلي دي.

په سوپور سیمې د هندي پوځیانو دغه حمله له کشمیریانو سره د هغوي د نښتې سبب شوه چې پکښې یو هندي پوځي ووژل شو.

هندي پوځیانو وړمه ورځ هم په کشمیر کښې شپږ تنه وژلي وو.

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر په مختلفو سیمو باندې د هندي ځواکونو له حملو وروسته کشمیریانو پرون د نوي ډیلي د حکومت خلاف د مظاهرو په کولو سره د دغو حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.

کشمیریان د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په مختلفو سیمو کښې د ښاري شورا ګانو د انتخاباتو په ترسره کیدو باندې معترض دي.