جرمنی او فرانسې د عربستان پرضد د بایکاټ ملاتړ وکړ
Oct 28, 2018 02:10 Asia/Kabul
-
داروپايي اتحادیې ځینو هیوادونو د سعودي عربستان پرضد د وسلو د بایکاټونو د لګولو دضرورت ملاتړ کړی وو .
زمونږ خبریال وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون او د جرمنی صدر اعظمې انګلا مرکل د استنبول د غونډې په څنګ کښې دسعودی عربستان پرضد د بایکاټونو د لګولو په اړه د اروپا د دریځ ملاتړ وکړ .
هغوې پرون د استنبول له څلور اړخیزه غونډې مخکې په دوه اړخیزه کتنې کښې د سعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې د دوسیې په ارتباط او دریاض پرضد دبندیزونو په اړه د اروپا د غږمله دریځ ملاتړ وکړ .
د جرمنی او د اتریش په شمول داروپایی اتحادیې ځینو هیوادونو د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د ریاض د حکومت دلاس لرلو د معلومیدا په بڼه کښې د سعودی عربستان پرضد د وسلو د بایکاټونو د لګولو دضرورت ملاتړ کړی وو .
ټیګونه