جرمنی او فرانسې د عربستان پرضد د بایکاټ ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77668-جرمنی_او_فرانسې_د_عربستان_پرضد_د_بایکاټ_ملاتړ_وکړ
زمونږ خبریال وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون او د جرمنی صدر اعظمې انګلا مرکل د استنبول د غونډې په څنګ کښې دسعودی عربستان پرضد د بایکاټونو د لګولو په اړه د اروپا د دریځ ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2018 02:10 Asia/Kabul
  • داروپايي اتحادیې ځینو هیوادونو د سعودي عربستان پرضد د وسلو د بایکاټونو د لګولو  دضرورت ملاتړ کړی وو .
    داروپايي اتحادیې ځینو هیوادونو د سعودي عربستان پرضد د وسلو د بایکاټونو د لګولو دضرورت ملاتړ کړی وو .

زمونږ خبریال وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون او د جرمنی صدر اعظمې انګلا مرکل د استنبول د غونډې په څنګ کښې دسعودی عربستان پرضد د بایکاټونو د لګولو په اړه د اروپا د دریځ ملاتړ وکړ .

هغوې پرون د استنبول له څلور اړخیزه غونډې مخکې په دوه اړخیزه کتنې کښې د سعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې د دوسیې په ارتباط او دریاض پرضد دبندیزونو په اړه د اروپا د غږمله دریځ ملاتړ وکړ .

د جرمنی او د اتریش په شمول  داروپایی اتحادیې ځینو هیوادونو د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د ریاض د حکومت دلاس لرلو د معلومیدا په بڼه کښې د سعودی عربستان پرضد د وسلو د بایکاټونو د لګولو  دضرورت ملاتړ کړی وو .