دجمال خاشقجی دقتل اصلی عاملان دې معلوم شی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77801-دجمال_خاشقجی_دقتل_اصلی_عاملان_دې_معلوم_شی_.
آناتولی خبری آژانس راپورورکړی ، د ترکیې دعدلیې وزیر عبدالحمید ګل پرون په انقرې کې د پولینډ د عدلیې له وزیر لازلو تورکسانی سره له کتنې وروسته په خبری کنفرانس کې ووئیل ، هیڅوک په استانبول کې دجمال خاشقجی د قتل د پیښې دوسیه چې دنړیوالې ټولنې توجه ئې جلب کړی ، ختمه شوی نشی اعلانولی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2018 09:06 Asia/Kabul
  • د  خاشقجي د  وژلې  داړخونو   دجزیاتو د روښانه کولو لپاره د ترکیې  دپولیسو   له هلو ځلو سره سره  تر دې دمه کومه نتیجه نه ده ترلاسه شوې .
    د خاشقجي د وژلې داړخونو دجزیاتو د روښانه کولو لپاره د ترکیې دپولیسو له هلو ځلو سره سره تر دې دمه کومه نتیجه نه ده ترلاسه شوې .

آناتولی خبری آژانس راپورورکړی ، د ترکیې دعدلیې وزیر عبدالحمید ګل پرون په انقرې کې د پولینډ د عدلیې له وزیر لازلو تورکسانی سره له کتنې وروسته په خبری کنفرانس کې ووئیل ، هیڅوک په استانبول کې دجمال خاشقجی د قتل د پیښې دوسیه چې دنړیوالې ټولنې توجه ئې جلب کړی ، ختمه شوی نشی اعلانولی .

   هغه زیاته کړې ،  انقره   دعربستان له چارواکو تمه لری ، چې د جمال خاشقجی  د وژلې  دوسیې  سره   داړونده څیړنو یوې نتیجې ته  درسیدو لپاره دې  لازمې ملګرتیاوې وکړی  او ریاض  باید   په ترټولو زر ممکن وخت کې د   خاشقجی  له وژلې سره اړونده پوښتنو ته ځواب ورکړی .

 د ترکیې   داستانبول  لوی څارنوال هم  په چارشنبې ورځې  د جمال خاشقجی  دوژلې د دوسیې په باب    له څیړنو وروسته  په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،  پر آل سعود رژیم نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی   په استانبول کې  دسعودی عربستان   کونسلګرۍ ته له ورتلو وروسته  دیوې نقشې او دسیسې په اساس خپی   او وژل شوی  او د هغه بدن ټوټه ټوټه  او بیا پټ کړائ شوی دی ،خو  د  دغې وژلې  داړخونو   دجزیاتو د روښانه کولو لپاره د ترکیې  دپولیسو   له هلو ځلو سره سره  تر دې دمه کومه نتیجه نه ده ترلاسه شوې .