اسرائیلو په سوریې دبریدونو په دوام ټینګار وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79157-اسرائیلو_په_سوریې_دبریدونو_په_دوام_ټینګار_وکړی
دلبنان المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په سوریې ددغه رژیم د حملو په دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 01:45 Asia/Kabul
  • امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیرقانوني ډول په سوریې کښې پوځي شتون لري .
    امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیرقانوني ډول په سوریې کښې پوځي شتون لري .

دلبنان المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په سوریې ددغه رژیم د حملو په دوام ټینګار وکړ .

هغه پرون په دې خبرې سره چې له سوریې دامریکا دعسکرو په وتلو سره د دمشق په هکله د اسرائیلو سیاست به بدل نشی وویل که چیرې شرایط وغواړی تل ابیب په سوریې کښې خپل پوځی عملیات زیاتوی .

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو زیاته کړه دعملیاتو، استخباراتو او نورو ډیرو امنیتی زمینو په شمول په بیلابیلو برخو کښې له امریکا سره د اسرائیلو ملګرتیا دوام لری .

اسرائیل تل د ترهګرو د ملاتړ لپاره په سوریې کښې د پوځ په مرکزونو حملې کوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د دسمبر په اولسمه (۱۷) نیټه د سوریې دولسمشر بشار اسد د حکومت په راپرځولو کښې د ترهګرو له اوه(۷) کاله ناکامۍ وروسته وویل زر به د واشنګټن پوځیان له سوریې وباسی .

امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیرقانونی ډول په سوریې کښې پوځی شتون لری .

په سوریې  کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، متحده عربی اماراتو، اردن ، اسرائیلو او ددوې دمتحدانو دملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره دصهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی دی .