په پارلیماني انتخاباتو کښې د بنګله دیش د عوامي لیګ واکمن ګوند بریا
په پارلیماني انتخاباتو کښې د بنګله د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد په مشرۍ د بنګله دیش عوامي لیګ واکمن ګوند بریالی شو.
د ایرنا د خبر له مخې د بنګله دیش عوامي لیګ واکمن ګوند پرون د دغه هیواد په سراسري انتخاباتو کښې د پارلیمان له نیمايي د زیاتو کرسیو په ترلاسه کولو سره د حکومت د جوړولو لپاره د ضروري نصاب حد ته ورسید.
له شمیرل شویو رایو څخه د ترلاسه شویو نتایجو له مخې، د شیخ حسینه واجد په مشرۍ عوامي لیګ ګوند د پارلیمان له ۱۵۱ د زیاتو څوکیو په ترلاسه کولو سره په دغو ټاکنو کښې بریالی شو.
تر بیګا نیمې شپې پورې د اعلان شویو ابتدايي پایلو له مخې د حکومت حامي ګوندونو په ګډه ۱۹۱ کرسۍ ګټلې دي او اپوزیشن ائتلاف د پارلیمان یوازې پنځه کرسۍ ترلاسه کړې دي.
خو د ملي پال ګوند په مشرۍ د بنګله دیش د حکومت ضد ائتلاف اعلان شوې پایلې نه دي منلې او د انتخاباتو له څارونکي کمیشنه یې غوښتي چې راې باطلې اعلان کړي.
د ویلو ده چې د بنګله دیش انتخاباتي کمیشن له دې مخکښې ویلي وو چې د درغلۍ په هکله یې ځیني رپورټونه ترلاسه کړي دي او په څیړنې لګیا دی.
د بنګله دیش پارلیماني انتخابات پرون په داسې حال کښې ترسره شول چې د دغه هیواد پخوانۍ وزیراعظمه او د نیشنلسټ مخالف ګوند مشره خالده ضیاء د مالي فساد په تور په بند کښې ده.